په کابل کې چاودنه او ډزې شوې دي
۱۳۹۸ فروردین ۳۱, شنبهاعلان
د پوليسو يوه وياند ويلي دي چې چاودنه يوه لوی هوټل او د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته څېرمه رامنځ ته شوې ده. په چاودنې پسې په ياد ځای کې ډزې هم اورېدل شوې دي. د بي بي سي په حواله د بريد هدف د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وو. دغه پېښه د کابل ښار له ګڼې ګوڼه ډکه يوه برخه کې رامنځ ته شوې ده. د پېښې د جزياتو او تلفاتو په هکله تر اوسه پورې دقيق معلومات نه شته. نور معلومات به وروسته خپاره شي.
rtr/ns/sn