په کابل کې ځانمرگي بريد دوه تنه سرتېري ژوبل کړي دي
۱۳۸۶ تیر ۱۵, جمعهاعلان
بريدکونکی پخپله د کابل په ختيځ کې د چاودنې په دغه پېښه کې وژل شوی دی او د ژوبل شويو عسکرو موټر ته هم زيان اوښتی دی. ځانمرگي بريدونه په افغانستان کې د طالبانو لخوا تر سره کېږي. تر اوسه د اټکل له مخې سل تنه عسکر د خپل ماموريت پر مهال وژل شوي دي.