وروستۍ خېمه هم ټوله شوه، خو یو کس وژل شوی
۱۳۹۶ خرداد ۳۰, سهشنبهپه کابل کې د می مياشتي پر ۳۱مه نیټه تر بمې برید وروسته چې تر ۱۵۰ ډیر کسان پکښې ووژل شول، حالات ډیر حساس دي. تر پیښې وروسته مظاهرې وشې چې پکې څو تنه ووژل شول او بیا په مظاهره کې د وژل شوو کسانو له ډله څخه د یوه د جنازې په مراسمو کې درې پرله پسې ځانمرګي بریدونه وشول.
تر دې پیښو وروسته ځينو کسانو د کابل په بیلابیلو برخو کې اعتراضي خېمي ودرولې او ويل یې تر هغه وخته پورې چې حکومت د هغوی غوښتنې و نه مني، خېمې به ټولې نه کړي. خو افغان چارواکو د سه شنبې په شپه ناوخته په یوه نه اعلان شوي اقدام کې په کابل کې د یوازنۍ دریدلې خېمې د ټولو اقدام وکړ. په دې ترڅ کې د پولیسو او اعتراض کوونکو تر منځ نښتې هم رامنځ ته شوې.
د افغانستان اجرائیه وي رییس عبدالله عبدالله، ویلي دي: «په دې غمجنه پیښه کې یو کس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.»
عبدالله د پیښې د څیړنې ژمنه کړې ده او ویلي یې دي: «دغه شان پیښې د حکومت او خلکو ترمنځ اعتماد ته زیان رسوي.»
اعتراض کوونکو تر دې مخکې د کابل په بیلابیلو برخو کې شپږ خیمې درولې وې. هغوی له حکومت سره تر خبرو وروسته د نورو خیمو د ټولولو اقدام وکړ خو د لومړۍ چاودنې له سیمې څخه یې د یوې خېمې له ټولولو څخه ډډه وکړه.
یوه اعراض کوونکي هارون متعرف، د وروستۍ خېمې تر ټولیدو وروسته وویل: «حکومت یو ځل بیا بشري حقونه تر پښو لاندې کړل. موږ به چپ پاتې نه شو او یو ځل بیا به راستانه شو.»