تروريزم
په کابل کې د امریکا سفارت ته نزدې چاودنه شوې
۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سهشنبهاعلان
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز، دغه پیښه تائید کړې ده خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي. د افغانستان په بیلابیلو برخو کې تاوتریخوالی په داسې حال کې ډیر شوی دی چې دغه هیواد د همدې میاشتې په پای کې د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره چمتوالی نیسي.
لا تر اوسه پورې د کابل د چاودنه پړه کومې ډلې نه ده منلې.
تر دې مخکې په پروان ولایت کې هم یوه چاودنه شوې وه چې په پایله کې یې د ۲۴ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.
چاودنه په داسې حال کې شوې چې د ولسمشر غني په مشرتوب د دولت جوړوونکي تیم، په پروان ولایت کې یوه ټاکنیزه غونډه لرله.
په دې غونډه کې پخپله ولسمشر محمد اشرف غني هم حاضر وو، خو هغه ته زیان نه دی رسیدلی.
(ms/nz (ap, reuters