1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې بیا مظاهره وشوه

۱۳۹۰ اسفند ۴, پنجشنبه

په افغانستان کې د قرآن شریف د سوځولو پر ضد د پنج شنبې په ورځ هم یوه مظاهره تر سره شوه. دا د مظاهرو دریمه ورځ ده. د چهار شنبې د ورځې په مظاهرو کې شاوخوا اته کسان وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/147y6
انځور: Reuters

د کابل ولایت د پولیس قوماندان جنرال ایوب سالنګي، ویلي دي چې شاوخوا زر کسان د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې د لاریون په حال کې دي. هغه زیاته کړې ده چې دغه مظاهره په سولیزه توګه ترسره کیږي خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سیمې ته ډیر شمیر امنیتي ځواکونو استولي دي چې حالات تر خپل کنترول لاندې وساتي.

په کابل او د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې هغه وخت مظاهرې پیل شوې چې د دوشنبې په ورځ د ناټو ځواکونو د بګرام په پوځي اډه کې یو شمیر دیني کتابونو ته چې قرآن شریف هم پکښې شامل وو اور ورته کړ. له دې سره د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې مظاهرې پیل شوې چې تیره ورځ ئې په پایله کې اته کسان ووژل شول او ډیر شمیر نو ټپیان شول.

تر پیښې وروسته د ناټو ځواکونو بخښنه وغوښته او ویویل چې دا کار په هیڅ صورت قصدي نه وو. د ناټو ځواکونو شک کړی وو چې د بگرام په زندان کې زندانیانو له دغو کتابونو څخه یو بل ته د پیغام استولو په موخه کار اخیسته.

ولسمشر کرزی: مظاهرې مو مدني حق دئ خو له تاوتریخوالي څخه ډډه وکړی

ولسمشر کرزي د چهار شنبې په ورځ پر افغانانو غږ وکړ چې آرامه شي او له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي. ولسمشر کرزي د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل چې افغان امنيتي ځواکونه باید د مظاهره کوونکو په وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار وا نه خلي او باید له ملکې کسانو څخه ساتنه وکړي.

ولسمشر کرزي زیاته کړې ده چې مظاهرې د افغانانو مدني حق دئ خو ویلي ئې دي چې په مظاهرو کې باید له تاوتریخوالې څخه کار وا نه خیستل شي.

مسعود جهش (رویترز، د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم