په کابل کي ځانمرگی بريد او په هلمند کي پر ماين پاکانو يرغل
۱۳۹۳ آذر ۲۲, شنبه
د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظیمي، د تويتر له لاري ويلي دي چي د دوی د عسکر پر يوه سرويس موټر باندي ځانمرگی بريد سوی دی او تلفات پکښي رامنځته سوي دي. خو د قربانيانو د تعداد په اړه ئې څه نه دي ويلي.
خو د آلمان خبري آژانس د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د يوه چارواکي له په حواله لیکي دي، چي په دغه پيښه کي ۱۴ عسکر ټپيان سوي دي.
وروستي راپورونه وايي چي پر سرويس موټر باندي په ځانمرگي بريد کي ۶ عسکر وژل سوي هم دي. د پيښي پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.
په هلمند کي ۱۲ ماين پاکان وژل سوي
د هلمند ولايت د پوليسو وياند فريد احمد عبيد، د شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۱۳مه) اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي، چي د نادعلي او واشېر ولسواليو ترمنځ وسله والو کسانو د ماين پاکی پر عملياتو يرغل کړی دئ.
د هغه په خبره په دغه يرغل کي ۱۲ تنه ماين پاکان وژل سوي او نزدې ۱۲ تنه نور ټپيان سوي دي. د عبيد په خبرو وروسته بيا وسله والو له افغان پوليسو سره جنگ کړی او څلور تنه ياغيان وژل سوي دي.
طالبانو گواښ کړی دئ، چي هر هغه څوک چي له بهرنيو موسسو سره کار کوی د دوی د يرغلونو هدف به گرځي. د روان کال په اپريل مياشت کي وسله والو طالبانو په لوگر ولايت کي هم د ماين پاکۍ ۱۲ تنه کارکوونکي ووژل.
په کابل کي د دوو امريکايانو وژنه
بله خوا بيا په افغانستان کي مېشتو نړيوالو ځواکونو ويلي دي چي د جمعې په ورځ ئې په کابل کي دوه تنه امريکايي عسکر وژل سوي دي. دغه چارواکي چي خپل نوم ئې ښوولې نه دئ، اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي، چي دغه دوه عسکر د بگرام هوايي اډې ته نژدې د بهرنيانو پر يوه پوځي کاروان باندي په وسله وال يرغل کي وژل سوي دي.
په افغانستان کي د ناټو په مشرتوب ايساف ځواک له خوا په یوه خپره سوې بيانيه کي ويل سوي دي، چي د دښمن په يوه يرغل کي د دوی دوه تنه عسکر د دغه هيواد په ختيځ کي وژل سوي دي. په بيانيه کي د دغو کسانو د هويت په اړه څه ويل سوي نه دي.
د دغو دوو تنو دباندنيو عسکرو په وژلو سره په روان مېلادي کال کي د وژل سوو بهرنيو عسکرو شمېر ۶۵ تنو ته ورسېد چي ۵۰ ئې امريکايان دي.