1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د کوچني اختر لومړۍ ورځ

۱۳۹۱ مرداد ۲۹, یکشنبه

په پلازمېنه کابل کې د اختر لومړۍ ورځ په شور او زوږ سره ولمانځل شوه په داسي حال کې چې امنیتي ځواکونو کلک تدابیر نیولي ول، د ورځي تر پایه پوري د کومي ناوړي پیښي خبر نه وو تر لاسه شوی.

https://p.dw.com/p/15seJ
انځور: dapd

یو شمیر کابل ښاریانو له دویچه ویله پښتو انټرنټپاڼي سره په خبرو کې وویل چې سږنی اختر یي د تیر هغه په پرتله ستر توپير لري.

هغوی ویل چې سږنی کوچنی اختر په ډیر جوش او خروش سره پیل شوی دئ او ډیري خلک په ډاډه زړه د ښار یوې او بلي سیمي ته د سنتي دودونو د تر سره کولو له پاره ځي.

د کابل د شش درک سیمي یوه اوسیدونکي مرجان وویل: کوچنی اختر مو په ډیره ډاډه فضا کې پیل کړ، په خوښیو سره هري خوا ته تلای شو او د کومې ویري او ډار احساس نه کوو.

مرجان وایي دی د ښار په هره څنډه کې د امنیتي ځواکونو په لیدو سره په دې ډاډه کیږي چې له ویري پرته کولای شي خپل مراسم پر ځای کړي چې همداسي هم وشول.

همدا راز د احمد شاه بابا میني یوې اوسیدونکي شملې دویچه ویله پښتو انټرنټپاڼي ته وویل چې د تیر کال په پرتله دوي سږ کال د هوساتیا او ډیري آزادۍ احساس کوي.

هغه وایي اوس نجوني او ښځي کولای شي هرې خوا ته له نارینه پرته تګ را تګ وکړي او دا ډیر خوشاله ده چې دا ورځ په پوره ډاډمنه فضا کې سر  ته ورسیده او له خپلو خپلوانو سره ئې وکتل.

که څه هم افغانستان په تیرو اونیو کې د خونړیو بریدونو شاهد وو بیا هم ډیری خلکو د اختر په ورځ په خپلو ناستو او مېلمستیاوو کې د ملک د امن او پخلایني له پاره دعاګاني وکړي.

د کابل د نوې کارتې په سیمه کې په یوه سینما کي د ماښام له پاره د کنسرت تابیا نیول شوي وه.

دغي سینما ته ورغلو او د کنسرت تنظیمونکو د وینا له  مخي چي دوی له بهراو دننه څخه یو شمیر ښځینه او نارینه سندرغاړي دغه سندریز اختریز ماښام له پاره را بللي دي.

د مدیر جمال په نامه د کنسرټ یوه ناظم دویچه ویله پښتو انټرنيتپاني ته وویل چي دوی د اختر دریو ورځو ته د کنسرتونو له پاره تابیا نیولې ده او د کنسرت د ګډون ټکټونه لا یوه ورځ وختي پای ته رسیدلي دي.

هغه وویل چي د هري شپې له پاره یي شاوخوا اوه سوه ټکټونه خرڅ کړي دي په داسي حال کې چې تیر کال د هري شپې له پاره تر څلور سوه ډیر ټکټونه نه ول خرڅ شوي.

په همدې حال کې د کابل په حضوري چمن کې د اختر د دوهمي ورځي له پاره یو شمیر دودیزو جشنونو ته هم تابیا نیول شوې ده.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل