په کابل د برید د قربانيانو شمیر ۸۰ ته ورسید
۱۳۹۸ مرداد ۳۰, چهارشنبهدغه پیښه د شنبې په ورځ ناوخته ماښام رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې یې تر۲۰۰ د ډیرو کسانو د ټپي کیدو خبره هم شوې وه. خو اوس چارواکو ویلي دي چې د ټپیانو له ډلې څخه یو شمیر یې په روغتون کې مړه شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، ویلي دي: «اوولس کسانو په روغتون کې د خپلو ټپونو له کبله سا ورکړې او همدا اوس هم ۱۶۰ تنه نور په روغتونونو او یا هم خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې دي.»
داعش ترهګرې ډلې د دې برید پړه پرغاړه اخیستې. طالبانو دغه پیښه غندلې او پکې یې لاس لرل رد کړي دي. خو د افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون، لوړپوړو چارواکو ویلي دي چې طالبان د پیښې په غندنې سره ځان له مسئولیت څخه نه شي خلاصولی، ځکه په خبره یې دغه ډلې په افغانستان کې د داعش په څیر ترهګرو له پاره د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
د کابل وروستۍ پیښه نه یوازې د تلفاتو د لوړوالي له کبله خواشینوونکې وه، بلکي د هدف انتخاب یې هم ډیر افغانان او چارواکي شاکه کړي دي.
تر پیښې وروسته افغان حکومت د خپلواکۍ د سلمي کلیزې په مناسبت په کابل کې پلان شوي جشنونه وځنډول او ولسمشر غني په خپله بیانیه کې ګواښ وکړ چې امنیتي ځواکونه به یې د دې برید غچ واخلي او د داعش ځالې په له منځه یوسي.
(ms/nz (reuters