1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ژمي کي د کابل د خېمو د اوسېدونکو ژوند

حسین سیرت۱۳۹۲ دی ۲۳, دوشنبه

د ژمي په يخه هوا کي د هغو کسانو له پاره ژوند نور هم سخت شوی دی چې د جگړو له کبله له خپلو سیمو څخه کابل ته تښتېدلي دي او په خېمو کې ژوند کوي. د کابل په قمبر څلور لاره کې ډیر کسان په لندو خېمو کي ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/1Apma
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: DW

صدیقه د دغو خېمو له اوسیدونکو څخه یوه ده. د هغې اته کسیزه کورنۍ په یوه يخه خېمه کې شپې او ورځې تیروي. د صدیقې ماشومان گرمې جامې او بوټونه نه لري. د هغې د کورنۍ د کوچنيانو چاودلي پښې او څیري کالي د هغې پر کورنۍ باندي حاکم فقر ښيې.

د صدیقې ماشومان د خپلو لاسونو د گرمولو له پاره کله د خپلې خولې له تفت څخه کار اخلي او کله هم بیا خپل دواړه لاسونه سره مږي. صدیقه وایي: «اته کسان یو. د خوراک او سونګ مواد نه لرو. په دې يخه هوا کې بدبخته یو. درې کاله کیږي چې دلته اوسیږو.»

ناکافي مرستې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یو شمیر موسسو په مرسته هڅه کوي چې د خېمو له دغو اوسیدونکو سره مرستې وکړي. د خېمو له اوسیدونکو سره تر دې مخکې هم مرستې شوې وې، خو وایي چې دغه مرستې کافي نه دي.

دغه ماشومان نه یوازې زده کړو او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، بلکي هغوی په ډیر خراب حالت کې شپې او ورځې تیروي. د خېمو د اوسیدونکو ډیر شمیر ماشومان تودې جامې هم نه لري او په خټو او واورو کې لوبې کوي.

د خېمو یو بل اوسیدونکی عبدالقادر وایي چې خېمه ډیره يخه ده او نم لري چې له کبله یې د هغه ماشومان ناروغه کیږي: «زموږ ماشومان تل سینه بغل کیږي او بیا خپل ژوند له لاسه ورکوي. د نم له کبله ډیر وخت ماشومان او مشران ناروغه کیږي. دلته ټول ځای لوند وي. له پاسه خیمه چکک کوي او لاندې ځمکه هم لنده ده.»

بیکاره نارینه او سوالگرې ښځي

د کابل په قمبر څلور لاري کي د خېمو ډیر اوسیدونکي د افغانستان له جنوبي ولایتونو څخه کابل ته گډوال شوي دي. نور هغه کډوال چې په کابل کې کور نه لري هم په همدې ځای کې ژوند کوي. د هغو کورنیو نارینه چې په دې ځایونو کې ژوند کوي ډیر وخت بیکاره وي. د هغوی د بیکارۍ یو عامل دا دی چې دوی په ښارونو کې له کارونو سره بلد نه دي. یو شمیر هغه ښځي چې مړونه یې معتاد دي، هم په همدغو خېمو کې ژوند کوي.

د خېمو اوسیدونکو یو شمیر ښځي په دې خاطر چې ماشومان یې له لوږې مړه نه شي سوالگري کوي. هغوی همداراز د سیمو له شاوخوا کورونو څخه يو څه وچه ډوډۍ راټولوي.

د خېمو یوه اوسیدونکي صابره وايي: «زموږ ماشومان ناروغه کیږي. یو ماشوم مې له اتو ورځو راهیسې ناروغه دی. پېسې نه لرم چې هغه ډاکټر ته بوزم. زه پخپله مجبوره یم چې کورونو ته ولاړه شم او د خپلو ماشومانو له پاره لږ ډوډۍ پیدا کړم.»

د خیمو دغه اوسیدونکي وايي چې ستونزه یې یوازې په هغه صورت کې حلیدای شي چې دولت ورته سرپناه ورکړي. د خیمو یو بل اوسیدونکی صفر محمد وایي: «که دولت سرپناه راکړي موږ کولای شو خپله ډوډۍ پیدا کړو. زموږ ماشومان زده کړې ته اړتیا لري.»

د افغانستان د عودت کوونکو او کډوالو وزارت په یو شمیر ولایتونو کې د کډوالو له پاره ښارگوټي په پام کې نیولې دي، خو د د دغو ښارگوټو د لیري والي له کبله کډوال چمتو نه دي چې هغوی ته کوچ وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب