1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کې د لکیما توپان د قربانیانو شمیر لوړی شوی دی

۱۳۹۸ مرداد ۲۱, دوشنبه

په چین کې د «لکیما» په نوم توپان سختۍ ویجاړۍ رامنځ ته کړي دي. د توپان له کبله د وژل شوو کسانو شمیر هم لوړی شوی دی. د چيجیانګ په ولایت کې یو بشپړ کلی له منځه تللی دی. هوایي ډګرونه لا هم تړلي پاتې دي.

https://p.dw.com/p/3NkhL
China Taifun Lekima
انځور: Reuters

په چین کې د «لکیما» توپان له کبله د وژل شوو کسانو شمیر۴۴ کسانو ته لوړ شوی دی. لکه څرنګه چې د چین د دولتي خبري آژانس خبر ورکړی دی ۱۷ نور کسان لادرکه دي. د لکیما، توپان چې د سخت باران، لوړو څپو او تیز باد سره مل وو د شنبې په ورځ د چین ختیځ ساحل ته رسیدلی وو. تر هغې وروسته توپان د شمال پر لور ادامه ومونده او یوازې د شانډونګ په ولایت کې یې پنځه تنه ووژل.

ژغورونکي عمله، خلک خوندي ځایونه ته لیږدوي
ژغورونکي عمله، خلک خوندي ځایونه ته لیږدويانځور: Reuters

په بشپړه توګه د یوه کلي ویجاړیدل

د چیجیانګ په ولایت کې له شنبې ورځې راهیسې ۳۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. زیاتره قربانیان د یانتان د کلي دي، چې تر سختو اورښتونو وروسته د ځمکې ښویدنې په پایله کې یو مصنوعي سیند جوړ او وروسته ټول کلی اوبو لاندې کړ.

د ژغورنې ډلې په کار بوختې دي. یوازې له دغه ولایته ۱۸۳ زره انسانان ایستل شوي دي. ځایي چارواکي د ۲۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالي زیان اوښتو خبره کوي.

د لکیما په نوم توپان د شنبې په ورځ د چین ختیځ ساحل ته رسیدلی وو
د لکیما په نوم توپان د شنبې په ورځ د چین ختیځ ساحل ته رسیدلی ووانځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/hao Jianpeng

د چین د دولتي راډیو د رپوټ له مخې د توپان له کبله تر۳۲۰۰ زیات پروازونه لغوه کړل شوي دي. په پیکینګ، شانګهای او نورو ښارونو کې هوایي ډګرونه تړل شوي دي.

د چین د دولتي خبري آژانش شینهوا، د رپوټ له مخې د احتیاطي تدابیرو له مخې د توپان په مسیر کې پراته تر یو میلیون زیات انسانان خوندي ځایونه ته لیږدول شوي دي.

as/uh sr/nz (afp, dpa, ape)