په چیلي کې محصلینو په سختو مظاهرو لاس پورې کړی دئ
۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبهاعلان
د چیلي پولیسو په پایتخت سانتیاګو کې د هغو په زرهاوو محصلینو پر ضد اوښکي بهوونکي ګاز کارولی دئ چې په تحصیلي برخه کی ئې د اصلاحاتو د غوښتلو له پاره په مظاهرو لاس پورې کړی وو.
ویل کیږي چې دغو محصلینو اول ډیریو بسونو ته اور اچولی دئ او پولیس ئې پر ډبرو ویشتلي دي. د رسمي معلوماتو له مخې په دغه اخ وډب کې د امنیتي ځواکونو ۴۹ تنه غړي ټپیان شوي او ۷۵ تنه مظاهره کوونکي نیول سوي دي.
په چیلي کې محصلین د څه له پاسه یوه کال راهیسې د نورو تر څنګ د محصلینو له پاره د فیس د له منځه وړلو له پاره مظاهرې کوي. خو د دغه هیواد جمهور رئیس زبستیان پینیرې، بیا د تغیراتو راوستل په قاطع ډول ردوي.