په پکتيکا کي د سړک د غاړي ماين اووه تنه کوچنيان ووژل
۱۳۹۲ آبان ۲۷, دوشنبهپېښه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۱۸) د ماسپښين پر نزدې ٣ بجې د خېر کوټ ولسوالۍ د مليزو په سيمه کې رامنځ ته شوې ده او ويل کيږي، چې وژل شوي ټول ماشومان سره خپلوان دي او په يوه کورنۍ پورې اړه لري.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان دويچه ويلي ته وويل، چي دا د سړک غاړې ماين وو، چې د مليزو او شنه څاه د سيمو په عمومي سړک کې ښخ کړل شوى وو او هغه وخت و چاودېد، چي دغه ماشومان له کور څخه د لوبو له پاره روان ول:
«په دې چاودنه کې وژل شوي اوه تنه ماشومان د کاکا زامن او خپلوان دي او د ټپي شويو ماشومانو روغتيايي وضعيت اوس نورمال دى.»
د والي وياند دا د وسله والو طالبانو کار وباله، چې په وينا يې هغوى تل د سړک پر غاړه ماينونه ښخوي، څو پر افغان او بهرنيو عسکرو يې وچوي، خو د هغه په خبره، ډېر وخت بيا دغه ماينونه د ملکي خلکو پر موټرو او د ښوونځيو پر ماشومانو چوي.
د پکتيکا والي محب الله صميم هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه پېښه غندلې ده او امنيتي ارګانونو ته يې امر کړى دی، چي جدي پلټني وکړي او د دې پېښې عاملين ونيسي.
تر اوسه هيڅ کومي وسله والو ډلي د دې چاودنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.دا لومړی ځل نه دی چي په دغه ولايت کي د سړک د غاړي ماين په چاودنه کي ملکي وګړي وژل کيږي.