په پکتيا کې له ژرندو، د بریښنا کوټ په توگه گټه اخیستل کیږي
۱۳۹۱ بهمن ۱, یکشنبهد پکتيا د کليو د پراختيا او بيا رغاونې رئيس انجينر رحمت الله سروري، له المان غږ راډيو سره په يوه مرکه کې وويل، چې دا مهال د پکتيا په ځاځيو اریوب او جني خېلو، ولسواليو کې د اوبو بريښنا پروژې روانې دي او په نزدې راتلونکي کې به يې د جوړونې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي:
«د دې پروژو جوړښت په دې ډول دى، چې په سيمه کې تخنیکي انجينران په کليوالي ژرندو کې (ډېنامو) او نور تخنيکي توکي نصبوي او وروسته يوه ژرنده کولاى شي، چې په يوه وخت څلوېښتو کورنيو ته ٢٤ ساعته بريښنا ورکړي.»
نوموړى زياتوي چې په ځينو سيمو کې داسې هم شوي دي، چې ژرنده لويه او اوبه يې ډېرې وي، نو تر دې څو برابره ډېرو کورنيو ته هم بريښنا رسولى شي او په خبره يې، دا وخت د اريوب ځاځيو په ولسوالۍ يوه ژرنده ٣٠٠ کورنيو ته بريښنا ورکوي.
هغه وايي، دا پروژې په ډیر کم لګښت جوړيږي او له هرې ژرندې څخه د بريښنا د توليد لپاره، له څلوېښت زرو نيولای تر ٦٠٠ زرو ډالرو لګښت ته اړتيا ده.
د پکتيا د کليو د پراختيا رياست مسوولين زياتوي، چې دا پروژې په هغه سيمو کې ښه نتيجه ورکوي، چې غرنۍ وي او يا هم په دوامداره توګه روانې اوبه ولري.
ځاځي اريوب او جني خېل دواړه غرنۍ ولسوالۍ دي، چې زياتره برخې يې په ځنګلونو پوښل شوي او په ويالو کې دوامداره روانې اوبه لري.
فرید الله ظاهر/خوست
کتونکی: سید ریاض