په پاکستان کې د دوو اورګاډو ټکر یوولس تنه وژلي دي
۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبهد رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخې «اکبر ایکسپرس» اورګادی له لاهور څخه د کویټې پر لور روان وو چې د پنجاب ایالت په صادق آباد سیمه کې د یوه بار وړونکي اورګاډي سره وجنګید. دغه سیمه د رحیم یار خان سویل ته موقعیت لري.
د پولیسو په وینا په ریل کې بند مسافر د اورګاډو د ډبو تر اړول کیدو وروسته آزاد شول او په لسګونه کسان روغتون لیږدلو شوي دي. د پاکستان ډان، په نوم انګلیسي ورځپاڼې د رحیم یار خان د مرستیال کمشنر جمیل احمد جمیل، له قوله لیکلي دي چې په اورګاډې کې سپاره ټول مسافر چې کویټه ته روان وو له اورګاډي راایستل شوي دي او اوس د مسیر د آزادیدو له پاره د ژغورنې عملیات روان دي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په صادق آباد کې د رامنځ ته شوې پيښې په هکله خواشیني ښوولي ده. د پیښې په هکله تحقیقات ادامه لري، خو د پاکستان د اورګاډو د چارو وزیر شیخ رشید، ویلي دي چې ښایي انساني غلطي د پیښې د رامنځ ته کیدو سبب شوی وي. تیره میاشت له کراچۍ څخه ۱۶۵ کیلومتره وړاندې د حیدر آباد په سیمه کې د دوو اورګاډو د ټکر په پایله کې شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.