Ahmad Khalid Hakimi۱۳۹۶ آذر ۱۴, سهشنبهد افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو د کارتونو موده یو کال نوره هم غځول شوې. په دې توګه هغه افغان مهاجر چې قانوني اسناد ولري، د ۲۰۱۸م کال تر پایه پوري په دې هیواد کې قانوني پاتېدای شي. دغه هوکړه د ترکیې په درې اړخیزه غونډه کې شوې. د یاد وزارت له مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل سره مرکه.