په پاکستان کې دوه آلماني اتباع نيول شوي دي
۱۳۸۶ تیر ۱۵, جمعهاعلان
د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت وياند ښاغلي مارتين يگر وويل چې دا مهال پاکستانۍ غاړې کوم ځواب نه دی ورکړی. د پاکستان امنيتي کړۍ وايي چې دوه آلمانان يې نيولي دي. ويل کېږي چې دغو ترکي ټبره ورونه له القاعدې ډلې سره اړيکي لري او په افغانستان کې د ترهگرو په يو کمپ کې روزل شوي دي.