په پاکستان کې بمي چاودنې شپږ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ فروردین ۱۶, چهارشنبهاعلان
د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمه کې یو موټر د سرک د غاړې د بم ښکار شوی دئ. د چاودنې له امله لږ تر لږه ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. د ځایي چارواکو په حواله په دغه پېښه کی نور اوه تنه ټپیان شوي هم دي.د قربانیانو هویت لا تر اوسه پوری څرگند شوی نه دئ.
د خیبر ایجنسۍ په سیمه کې د اسلامی سخت دریځو څو ډلې چې د پاکستان د حکومت پر ضد مبارزه کوي، په فعالیت بوختې دي. دوی په وار وار سره پر حکومتي ملیشو او امنیتي ځواکونو باندې بریدونه تر سره کړي دي. همدارنګه د دغو ډلو تر منځ هم کله کله خپلمنځي نښتی رامنځته کیږي.