په پاکستان کي انتخاب يوه مياشت نور وځنډېدل
۱۳۸۶ دی ۱۲, چهارشنبهاعلان
دغه خبر نن په اسلام آباد کي د انتخاباتو د کمېسيون مشر ورکړی.
د حکومت د مخالفي سياستوالي بېنظير بوټو د وژلو له امله رامنځ ته سوی کړکېچن حالت ددې باعث سو، چي دډيرو ايالتو حکومتي مشران د انتخاباتو د ځنډېدو مشوره ورکړي. خو مخالفو ګوندونو بيا ددې پرېکړي سره مخالفت ښوولی دی.
پروېز مشرف به نن ماښام ملت ته يوه تلوېزيوني وينا وکړي. دی په وينا کي د بېنظير بوټو د وژلو په اړه د نړيوالي مرستي په اړه معلومات ورکړي او همدارنګه به د خلګو څخه د آرامۍ غوښتنه وکړي. پاکستاني چارواکو په روان وخت کي د دوو هغو شکمنو کسانو عکسونه خپاره کړي چي د بېنظيربوټو د وژلو شک ورباندي کيږي، او ددوی د پېژندلو پر سر يي 164000 زره امريکايي ډالره جايزه اېښې ده.