په يوه روغتون کښې ځوانمرگي بريد
۱۳۸۵ اسفند ۲, چهارشنبهاعلان
دغه سړی غوښتل چې د حکومتي چارواکو او د ناتو د سرتېرو په يوه غونډه کښې گډون وکړی.
د خوست والی ارسلا جمال داسی وايي:
«يو امريکايي عسکر دغه سړی وليد او وار د واره يي پری فير وکړ او ده پدی وخت کې په ځان پوری تړلی بم ته انفجار ورکړ.»
د امريکايانو يوه نظامي منبع دا خبر هم ورکړی دی چې دوه ورځې مخکښې د کنړ په ولايت کښې هم يو امريکايي عسکرد مرمئ په ويشتلو سره مړ شوی دی.
د تېر کال په جگړو کښې څلور زره کسان وژل شوي دي. دا کال د يو زر او يو کال وروسته ته ټولو خونړئ کال و.