1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کې دوه افغان مهاجر په بند محکوم شوي

۱۴۰۱ خرداد ۱۸, چهارشنبه

د يونان يوې محکمې دوه افغان پناه غوښتونکي په ليسبوس ټاپو کې د مهاجرو يوه کمپ ته د اور اچولو له کبله د څلور کلونو بند په سزا محکوم کړي دي. په دغه کمپ کې په زرونه کډوال ميشت ول.

https://p.dw.com/p/4COgx
Symbolbild Hammer Gericht
انځور: Fotolia/Gina Sanders

د يونان د استيناف يوې محکمې د خپلې پريکړې په ترڅ کې د دغو ځوانانو د بند سزا د ښه چلن له کبله له پنځوو کلونو څخه څلورو کلونو ته راکمه کړې ده. د دغه ځوانانو عمر ۱۸ کاله ښوول شوی دی.

د ۲۰۲۰م کال د سپتمبر پر ۸ او ۹مه نېټه د موريا کمپ د دې اورلګيدنې دواړه مجرم بلل شوي ځوانان د پېښې پر وخت لا قانوني سن ته نه وو رسېدلي.

مدافع وکيلې ويکي انګيليدو، د استيناف تر غوښتنې وروسته وويل چې د ليسبوس محکمې د ۲۰۲۱م کال په مارچ مياشت کې د ټاکل شوې جزا موده بايد نيمايي کړې وای.

هغې ادعا وکړه چې د محاکمې په ترڅ کې «د هغوی پر وړاندې د باور وړ شواهدو څرګند کمښت وو.»  دغه وکيلې د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې که څه هم چې د اور اچونې پر وخت دغه ځوانان لا قانوني سن ته نه وو رسېدلي خو بیا هم ورسره هیڅ رعايت ونه شو.

Griechenland Großbrand im Flüchtlingslager Moria
د ليسبوس ټاپو موريا کمپانځور: picture-alliance/AP Photo/P. Balaskas

د ۲۰۲۱م کال په جون میاشت کې په خیوس ټاپو کې يوې محکمې نور څلور افغان مهاجر د ليسبوس ټاپو په تخريب کې د لاس درلودو له کبله په لسو کلونو بند محکوم کړي ول.

هغه وخت د ليسبوس ټاپو په موريا کمپ تر خپل حد ډېر ډک وو او کابو ۱۳۰۰۰ کډوال اوسيدل او دا د اروپا د هغه وخت تر ټولو ستر کمپ وو. دغه کمپ تل هلته د حاکمو ناوړه شرائطو له کبله تر نيوکو لاندې وو.

بيا په دغه کمپ کې د اورلګېدنې څو پېښې رامنځته شوې او يو شمير افغانان په دې شک ونيول شول چې ګني د کوويد – ۱۹ د وبا له کبله د قرنطين د شرائطو په مقابل کې یې د احتجاج په توګه کمپ ته اور اچولی دی.

دغه ۱۸ کلن افغانان به اوس بيرته د اتن اولونا توقيف ځای ته واستول شي چې د کم سنو له پاره دی او چېرې چې هغوی د ۲۰۲۰م کال د سپتمبر له ۱۹مې نيټې راهيسې ساتل کيدل.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: