1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په ورځ کې آن یو سیګرټ د زړه د حملې لوړ خطر رامنځ ته کوي

۱۳۹۶ بهمن ۶, جمعه

د یوې څیړنې پایلې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې ښيي چې په ورځني ډول آن د یوه سیګرټ د څښلو له امله د زړه د حملې او د مغز د سکتې خطر لوړ وي.

https://p.dw.com/p/2rYxc
Symbolbild Rauchen in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte

په «لندن کالج» کې پروفیسور او د دې څیړنې لیکونکی الان هاکشاو ویلي چې: «که څوک د ورځې د شلو سیګرټو پر ځای یو وڅښي، موږ به له منطقي پلوه فکر وکړو چې خطر به هم یو په شلمه برخه یا پنځه په سلو کې ته را کم شي.»

نوموړي د فرانس پریس خبري آژانس ته د خپلې څیړنې په اړه وویل: «داسې ښکاري چې د سږو د سرطان په هکله به دغه څه سم وي، خو د زړه د حملې او د مغزي سکتې په هکله بیا دغه فکر ناسم دی. په دې دوو مواردو کې آن په ورځني ډول د یو سیګرت څښل د یوه پاکټ سیګرټو د څښلو پنځوس سلنه خطر رامنځ ته کوي.»

نوموړی زیاتوي چې هغه کسان چې سیګرټ څښي باید داسې دوکه ونه خوري چې ګواکې د کمو سیګرټو یا یو سیګرټ د څښلو له امله به دوی له کم خطر سره مخ وي یا به هیڅ خطر ورته پیښ نه کړي.

نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته په لیکلي خپل بریښنالیک کې وړاندې لیکلي چې: «دا ښه کار دی چې هغه کسان چې سیګرټ څښي، هڅه کوي چې کم سیګرټ وڅښي او د دوی د دې کار له امله هڅول کیږي، خو دوی باید د زړه د ناروغیو د مخنیوي له پاره اړ دي چې په بشپړه توګه سیګرت ترک کړي.»

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې، په کلني ډول په ټوله نړۍ کې د تنباکو د څښولو له امله نږدې ۷ میلیونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. له دې مرګونو څخه کابو ۲ میلیونه یې بیا د زړه او د مغزي سکتو له امله رامنځ ته کیږي.

تر دې په ځینو نورو مخکنیو څیړنو کې هم ورته مسلې ته اشاره شوې خو هغه څیړنې نامکملې او ګونګې وې. د هاشکاو تر څار لاندې څیړونکي ټیم د دې مسلې د لا ښې او بشپړې څیړنې له پاره خپلې پخوانۍ څیړنې لا تحلیل او تجزیه کړې. په دې تحلیلونو کې دوی په ورځني ډول د یوه، پنځو او ۲۰ سیګرتو خطرونه څیړلي دي.

تر دې څیړنې وروسته دوی وموندله چې هغه کسان چې په ورځ کې یو سیګرت څښي، دوی د هغو کسانو په پرتله چې په ورځ کې یو پاکټ سیګرت څښي د زړه اړوند ناروغیو له ۴۶ سلنه ګواښ سره مخ دي. په دې څیړنه کې جالب ټکی دا دی چې په داسې حال کې چې دلایل یې لا هم معلوم نه دي، د میرمنو له پاره بیا د سیګرټو د دغې اندازې د څښولو له امله رامنځ ته کیدونکی خطر کم دی، یعنې د دوی د خطر کچه په ترتیب ۳۱ او ۳۴ سلنه وه. هاکشاو وايي: «د دې څه دلیل ممکن بیولوژیکي تغیرات او د دوی د ژوند کولو طریقه وي.»

په عمومي توګه، د اوږدې مودې له پاره د سیګرټو څښل، د انسان ژوند په اوسط ډول له ۱۲ نه نیولې تر ۱۵ کلونو پورې را کموي.

یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: