په والګاګراد کې دویم برید ۱۰ تنه ووژل
۱۳۹۲ دی ۹, دوشنبهد دوشنبې ورځې په چاودنه کې د لسو کسانو پر وژل کیدو سربیره لس تنه نور ټپیان شوي هم دي. د انترفاکس خبري آژانس د روسي چارواکو په حواله ویلي دي چې پېښه پر یوه برقي موټر باندې تر یوې چاودنې وروسته رامنځ ته شوې ده.
ویل شوي دي چې د چاودنې له کبله برقي موټر په بشپړه توگه ویجاړ شوی دی. برقي موټر په روسیې کې د عمومي ترانسپورت یوه دیره معموله وسیله ده. دغه ښاري مسافر وړونکي موټر د برق په واسطه حرکت کوي.
دغه پېښه تر هغه یوه ورځ وروسته رامنځ ته کیږي چې یوې شکمنې ځانمرگې برید کوونکې د ولگاگراد د اورگاډو په اصلي تم ځای کې چاودنه وکړه او لږ تر لږه ۱۷ کسان یې ووژل. که څه هم په لومړي سر کې د چاودنې له کبله د ۱۶ تنو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی وو، خو د وژل شویو کسانو شمیره هغه وخت ۱۷ ته پورته شوه چې یوه تن ټپي شوي وگړي په روغتون کې د سختو تپونو له کبله ساه ورکړه.
روسي چارواکي وایي چې هغوي فکر کوي کوي، د یکشنبې ورځې ځانمرګی برید دې د یوه ښځې له خوا ترسره شوی وي. په داسې حال کې چې په روسیې کې د ژمني اولمپیک لوبو د امنیت په اړه لا وختي اندیښنې موجودې دي، دغو دوو بریدونو په دې اړه اندیښنې نورې هم ډیرې کړې دي. پلان شوې ده چې د المپیک ژمنۍ لوبې شپږ اوونۍ وروسته د روسیې په سوچي ښار کې پیل شي.
لا تر اوسه پورې کومې ډلې د والګاګراد ښار د بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو داسې ګومان کیږي چې دغه بریدونه دې د افراطي اسلامپاله یاغیانو له خوا ترسره شوي وي.