په واشنگټن کي د سوريې سفارت تړل سوی دی
۱۳۹۲ اسفند ۲۸, چهارشنبهد سپیني ماڼۍ ویاند جي کيرني د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۱۹) وویل چې د سوريي سفارت هغو کارکوونکو ته له دغه هیواد څخه د وتلو امر شوی دی چې په امریکا متحده ایالاتو کې د اوسیدو اجازه نه لري.
د کارني په خبره دغه گام په سوريي کې د بشارلااسد رژیم له خوا پر خپل ولس د ظلم په غبرگون کې اخيستل شوی دی. کيرني زیاته کړه چې دا خبره د منلو وړ نه ده چې د دیپلوماتانو انتخاب د هغه حکومت له خوا وشي چې پر خپل ولس ظلم کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندي جین ساکي بیا ویلې دي چې د حکومت تر دغي پریکړي وروسته په واشنگټن کې د سوريي سفارت او د سفارت کارکوونکو خپل دیپلوماتیک حیثیت له لاسه ورکړی دی.
د جین ساکي په خبره د دغي پریکړي اطلاق په واشنگټن کې د سوريي سفارت پر لسونو کارکوونکو کیږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندي په خبره په واشنگټن کې د سوريي سفارت د دیپلوماتانو کورنۍ باید د مارچ میاشتې تر ۳۱ او په خپله دیپلوماتان باید د اپریل میاشتې تر۳۰ نېټۍ پوري له امریکا متحده ایالاتو څخه ووځي.
امریکا متحده ایالاتو ټولي هغه اوازې رد کړي دي چې پکښې ویل شوې ول امریکايي چارواکو د سوريي له دیپلوماتانو سره نامناسب او بد چلند کړی دی. ساکي زیاته کړه: «پر اختلافاتو سربیره موږ د نړیوالو مسوولیتونو په پام کې نیولو سره له سوريايي دیپلوماتانو سره خپل ښه سلوک ساتلی دی.»
د سوريې په کورنۍ جگړه کي نزدې۱۵۰ زره انسانان وژل شوي دي او شاوخوا دوه میلیونه وگړي نور بې کوره شوې دي. تیر کال په اگست میاشت کې دمشق ته نژدې د کیمیاوي وسلو د استعمال په نتيجه کي د په لسونو کسانو تر وژل کیدو وروسته د دغه هيواد کړکېچ خطرناکه بڼه غوره کړه.
د ملگرو ملتونو څارونکو په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال پخلی کړی وو خو دا يي نه ول ویلي چې دغه وسلې د سوريي د حکومت یا هم د دغه حکومت پر ضد یاغیانو له خوا کارول شوې دي.
امریکا متحده ایالات، بریتانیا او فرانسه وايي چې دغه کیمیاوي وسلې د سوريي د حکومت له خوا کارول شوي دي. د اسد رژیم ملگرو ملتونو ته د خپلو ټولو کیمیاوي وسلو په اړه معلوماتو ورکولو ته تياری ښوولی دی.
د روسيې او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د یو تړون تر لاسلیک وروسته د سوريې د شخړي د حل په برخه کې هیلي ډیري شوي وې، خو په اوکرايین کې د بحران تر رامنځ ته کیدو وروسته بیا د روسيې او امریکا اړیکي ډیري خرابي شوي دي.
کارپوهان وايي چې د دغو دواړو قدرتونو د اړیکو خرابیدل به د سوريي د کړکیچ د حل په برخه کې ډیر خنډونه رامنځ ته کړي.