په هيلمند کي دوه تنه بهرني سرتيري ووژل سول
۱۳۹۱ آبان ۹, سهشنبهپه افغانستان کي د ايساف ځواکونو يوه وياند نن(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۳۰) ويلي دي: «يوه عادي وګړي، چي د افغانستان د ملي پوليسو يونيفورم ﺉې اغوستی وو د دغه هيواد په جنوب کي د ايساف ځواکونو پر سرتيرو باندي بريد وکړ او دوه تنه ﺉې ووژل.»
د المان خبري اژانس(dpa) ليکي چي دغه دوه تنه بريتانيايي سرتيري په هيلمند ولايت کي وژل سوي دي.
د هيلمند والي محمد نعيم بلوڅ هم پيښه تاﺉيد کړې ده، او ويلي ﺉې دي، چي د دغه ولايت په کرګشک ولسوالۍ کي دوه تنه بهرني سرتيري وژل سوي دي.
دا د یوې اوونۍ په جريان کي دوه هم خونړۍ پيښه ده، چي په دغه ولايت کي ترسره کيږي. د تيري چهارشنبې په ورځ په ګرشک ولسوالۍ کي د ګزمې پر مهال د بريتانيا دوه تنه سرتيري ووژل سول.
په روان کال کي په افغانستان کي د دوست- دښمن بريدونو په پايله کي ۵۳ تنه بهرني سرتيري وژل سوي دي.
بله خوا طالبانو د نن ورځي د پيښي پړه پرغاړه اخيستې ده او ويلي ﺉې دي: «بريد د دوی د يوه تن ملګري عتيق الله له خوا تر سره سوی دﺉ.»
د دغي ډلي يوه وياند قاري يوسف احمدي ويلي دي، چي بريد د هلمند ولايت په ګريشک ولسوالۍ کي تر سره سوی دﺉ.
په افغانستان کي بهرنيو ځواکونو ويلي دي، چي د داخلي حملې لامل د پوليسو په ليکو کي د طالبانو نفوذ دﺉ.
په افغانستان کي د افغان امنيتي ځواک په یونيفورم کي پر بهرنيو سرتيرو باندي بريدونو د افغان او بهرنيو ځواکونو تر منځ د اعتماد فضا زيانمنه کړې ده.
څو اوونۍ د مخه بهرنيو ځواکونو د لنډ وخت له پاره له افغان امنيتي ځواک سره ګډي ګمزې وځنډولې، چي دغه پريکړه بيا د دغه هيواد په دننه او دباندي کي له سخت غبرګون سره مخامخ سوه.
دويچه ويله/ dpa/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش