1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د جنسي تیري عاملین په عمري بند محکوم شول

دویچه ویله/ آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۳۰, یکشنبه

هندوستان هغه شپږ تنه چې پر یوې سویسۍ سیلانۍ باندې د جنسي تیري او لوټلو کی د نقش درلودلو په وجه تورن شوي وو، په عمري بند محکوم کړل. دغه پیښه په نوي ډهلي کې پر یوې محصلې د ډله ییز جنسي تیري وروسته رامنځ ته شوې وه.

https://p.dw.com/p/19BL2
انځور: picture-alliance/dpa

د یوې ځانګړې محکمې د پریکړې د حکم اورولو وروسته څارنوال راجېندرا تیواري، وویل: «ټول تورن کسان محکوم شوي دي او موږ د دغه پریکړې له امله ډاډمن یو.» هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «د دغسې جرمونو له پاره تر ټولو لوړ مجازات عمري بند دی، چې دغه کسان پرې محکوم شول.»

د پولیسو د یوه افسر د وینا له مخې څارنوالانو د شپږو کسانو له جملې څخه یوازې پر څلورو کسانو د ډله ییز جنسي تور پوری کړی وو، ځکه چې د قربانۍ شوې د شاهدۍ له مخې دوه تنه یوازې د جنایت د تر سره کولو پر وخت موجود ول. پر دغو دوو کسانو د حملې او غلا تور پوری شوی وو.

د مدهیا پردیش ایالت پولیسو د روان کال د مارچ میاشتې په نیمایي کې دغه شپږ کسان پر یوې سویسې سیلانې باندې د برید کولو سمدلاسه وروسته نیولي وو. دغه سیلانۍ له خپل خاوند سره په سیل وتلې وه. برید کوونکو له نوموړې میرمن سره ډله ییز جنسی تیری کړی وو او هغوی دغه دواړه لوټ کړي هم وو.

د آلمان د خبري آژانس د رپوټ په حواله محکمې هر مجرم چې عمرونه یې د ۲۲ او ۳۰ کلونو تر منځ دي، په ۲۰ زره هندي کلدارو نقدي جریمې هم محکوم کړي دي.

د ښځو پر ضد د زورزیاتیو د مخنیوي د هڅو په اړه د هند قضایي سیستم، په نوي ډهلي کې پر یوې محصلې باندې د ډله ییز جنسي تیري د یوې پیښې وروسته له سختو پلټنو سره مخامخ شو. پر دغه محصلې د تیر کال د دسمبر میاشتې په ۱۶ نیټه شپږو کسانو ډله ییز جنسي تیری کړی وو. دغې محصلې بیا څو اوونۍ وروسته په روغتون کې د ورپیښو ټپونو له امله ساه ورکړه.

چارواکي اټکل کوي چې د نوموړې قضیې په اړه به د جولایي د میاشتې پر ۲۵ نیټه یوه پریکړه واورل شي.