1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کې له ګواښ سره د مخامخ ژبو د ژغورنې هڅې

۱۳۹۷ فروردین ۱۴, سه‌شنبه

په هندوستان کې د یوه نوښت په ترڅ کې په شپږو ایالتونو کې د هغو ژبو له ویونکو سره مرسته کیږي چې ژبي يې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي. بومي خلک به ژر په خپله ژبه دیکشنري او لیکدود ولري.

https://p.dw.com/p/2vPtI
India's Gond community tries to revive their language
انځور: DW/M. Krishnan

په هندوستان کې د له منځه تلو له ګواښ سره د مخامخ ژبو د ژغورنې او ساتنې طرحې له مخې په راتلونکو ۵۰ کلونو کې ۴۰۰ ځایي ژبې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخې دي. له ګواښ سره ډیری مخامخې ژبې د څنډه ته شویو قبلیو دي چې پکښې د سواد کچه ټیټه ده.

د دغو ژپو په ډله کې یوه هم ګونډي ژبه ده چې په شپږو ایالاتونو کي شاوخوا ۱۲ میلیونه بومي وګړو په ږغيږي، خو له دې کبله چې معیاري لیکدود نه لري، دغه ژبه د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ ده.

د هندوستان د تالنګانا ایالات په علي آباد ښار کې د يوه نوښت په ترڅ کې د دې ژبې د ژغورنې هڅه کیږي. دغه نوښت د ګونډي ژبې معیاري لغاتونه راټولوي چې له مخې به یې په دې ژبه زده کړه، ژورنالیزم او ادارې کارونو ته لاره برابره شي.

د «سي جي نت سوارا غیر دولتي بنسټ» مشر صبحرنشو چاودري، دویچه ویله ته وویل: «تر څو کاله کار وروسته، موږ د ګونډي ژبي د دیکشنري جوړولو ته نژدې شوي یوو او پر یوه معیاري لیکدود باندې کار کوو.»

د ګونډي ژبي د ژغورني له نوښت سره همکار استاد نیلونجان بوهومک، وایي چې که دغه خلک خپل لیکدود رامنځ ته کړي نو د ایالت چارواکي اړ کیدای شي چې هغه په رسمیت وپیژني. د هغه په اند دا ددې ژبې د ژغورني له پاره یو ډیر اړین اقدام دي.

هویت او سیاست

د ګونډي ژبي موضوع یوازې فرهنګي او اداري نه ده. بوهومک، وایي: «د کار د امکاناتو د نه شتون له کبله ډیر کسان ښوونځي پریږدي او په دې ټولنه کې د یو ډول منزوي کیدو احساس رامنځ ته شوی.»

همدې څنډي ته کیدو د ګونډ قبیلې ډیر ځوانان له مویست یاغیانو سره یوځای کیدو ته هڅولي دي چې د دې ټولنې له ستونزو څخه په خپله ګټه استفاده کوي.

India's Gond community tries to revive their language
انځور: DW/M. Krishnan

د ژبي کارپوه مهندرا کومار میشرا، دویچه ویله ته وویل: «د ګونډ قبیلي خلک داسې یو کس ته اړتیا لري چې د هغوی په ژبه ورسره خبرې وکړي. له همدې کبله موږ دې بهیر ته اړتیا لرو.» میشرا زیاتوي: «د ګونډ قبیلي غړي خپل فرهنګي او سیاسي هویت ته اړتیا لري چې له ژبې سره یې تړاو لري.»

حکومت د ګونډي قبیلې له اوسیدونکو سره د اړیکي په ټینګولو کې ځکه ستونزې لري چې د یوې معیاري ژبې د نه شتون له کبله نه شي کولای د دې قبیلې له اوسیدونکو سره اړیکه ټینګه کړي. خو د ګونډي ژبې د پروژي چارواکي وایي چې حکومت ته د ګونډي ژبي دیکشنري تسلیموي او هیله لري چې دغه ژبه ژر تنظیم کړي.

د دغې پروژې یو هدف عام مسیر ته د ګونډي قبیلي د وګړو داخلول دي، د همدې کار له پاره د ګونډي قبیلې اوسیدونکي اوس د دغې پروژې تر شا ولاړ دي، چې له خپل ځانه یو واحد هویت وښيي.

هغه ژبې چې یو معیاري لیکدود نه لري، د هندوستان په روزنیز سیستم کې ځای نه لري. د ګونډي ژبې په څیر د هندوستان نورې بومي ژبې لکه بهیلي او سنتالي دي، چې ویوونکي یې د هندوستان په څو ایالتونو کې ویشل شوي دي. د ګونډي ټولني غړي وایي چې ژبه یې د حکومت له خوا له پامه غورځول شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې ځيني نورې ژبې بیا په هندوستان کې د معیاري کیدو له بهیر څخه تیرې شوې دي.

زموږ له آرشیف څخه: