1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کي يوه کښتۍ ډوبه سوې ده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه

د هندوستان په شمال ختیځ ایالت آسام کي د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۱۰۵ تنه وژل شوي دي او تر سلو زیاتو نورو کسانو د لټون هڅي رواني دي. دغه پیښه د براهم پتر په سیند کي رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/14nXF
انځور: Reuters

د پولیسو په وینا تراوسه پوري له سیند څخه د ۱۰۵ تنو مړي چې په هغو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي را ایستل شوي دي. دغه پیښه د دوشنبې په ورځ ناوخته ماسپښین رامنځ ته شوې ده. د براهم پتر پر سیند باندي څرخۍ الوتکي د لا درکه شوو کسانو د لټون په موخه الوتني کوي.

د راپورونو له مخي دغه کښتۍ چي د ۲۲۵ تنو د انتقالولو ظرفیت ئې درلود پکښي ۳۵۰ تنه سپاره ول چي د سختو بارانونو او طوفان له امله په نوموړي سیند کي غرقه شوه. د پولیسو په وینا، دغه کښتۍ کوچنۍ ژغورونکي کښتۍ هم نه درلودې چې پاته کسانو خپل ځانونه پکښي ژغورلي وای.

په سيمه کي دوامداره سختو بارانونو د ژغورني کارونه له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د دغه ایالت د پولیسو مشر J.N چوهدري د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «هوا نامناسبه او سیند ډیر تیز دئ، نو له دې امله د ژغورني کارونه هم له ستونزو سره مخامخ دي.»

۳۵ کلن طالب علي، چي له دغه پیښي څخه روغ رمټ وتلی دئ، وایي چي د طوفان تر راتلو وروسته مسافرینو د کښتۍ له کپتان څخه وغوښتل چي کښتۍ یوې غاړي ته لنگر کړي، خو هغه دا غوښتنه و نه منله:

«بیا طوفان نور هم پسي تیز شو، مخکي له دې چي کښتۍ ډوبه شي، پر منځ دوې ټوټې شوه.»

یو بل ۳۰ کلن آرون کالیتا، وایي چي ده د ډیرو خلکو ږغونه اوریدل چي له خدای څخه ئې د مرستي غوښتنه کوله خو سیند ډیر تیز وو او طوفان ډیر شدید وو، او هیچا نه شوای کولای چي له دغو خلکو سره مرسته وکړي.

قوي باد او طوفان له ځانه سره وني چپه کړي دي او پر سړکونو باندي پرتې دي، چې دا کار هم د دې لامل شوی دئ، چي د پیښي سیمي ته د ژغورني ټیمونه پر وخت ورسیږي.

په دغه پیښه کي ځینو ژغورل شوو کسانو ویلي دي چي مسافرینو د وروستي ټکټ تر خرڅیدو وروسته هم هڅه کوله چي کښتۍ ته وروخیژي. په پیښه کي د وژل شوو کسانو جسدونه یوه ځایي روغتون ته وړل شوي دي.

د هند لومړي وزیرمنموهن سنگهـ د کښتۍ په غرقیدو خواشيني ښوولې ده او اعلان ئې کړی دئ، چي د قربانیانو کورنیو ته به جبران خساره ورکړل شي.

د آسام د ایالت مشر وزیر ویلي دي، چي په پيښه کې د وژل شوو کسانو وروستی شمیرلا نه دئ معلوم.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل