په هلمند کې د کوکنارو د کروندو د اړولو په هکله مرکه
۱۳۸۴ اسفند ۲۵, پنجشنبهافغان کروندگر په نړۍ کې تر ټولو زيات کوکنار کري. د راپورونو له مخې د کوکنارو کرنه په افغانستان کې سږ کال څلوېښت په سلو کې زياته شوې ده. له کوکنارو څخه افين جوړېږي او له دغو اومو توکو څخه بيا هېروين تولېديږي. د اټکل له مخې اتيا په سلو کې هېروين (پوډر) په نړيوال بازار کې له افغانستان څخه دي. د دغې موضوع په اړه راحلې اميري د افغانستان د بشر د حقوقو د سازمان له مشر، ښاغلي لعل گل سره مرکه کړې ده.