په هلمند کې د نشه یي توکو د تولید پر فابریکو بمباري
۱۳۹۶ آبان ۲۹, دوشنبهد آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسون د دوشنبې په ورځ ماسپښين په یوه خبري کنفرانس کې دغه رپوټ تائید کړی دی. زیاته شوې ده چې له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه په هلمند کې د تندلارو طالبانو مالي سرچیني په نخښه شوی دی.
هلمند د کوکنارو د کښت او ترياکو د تولید مرکز ګڼل کیږي چې د رپوټونو له مخې د نړۍ د ټولو ترياکو د توليد له۸۰ څخه تر۹۰ سلنه پوري تولیدوي. پر دې سربیره دغه ولایت د طالبانو اصلي ټاټوبی هم ګڼل کیږي.
د رپوټ له مخې د ترياکو د تولید او له قاچاق څخه طالبان مالیه ټولوي چې د بیلا بیلو معلوماتو له مخې هرکال د خپلې جګړې د تمویل له پاره له۲۰۰ څخه تر۴۰۰ میلیونو ډالرو پوري عاید تر لاسه کوي. رپوټ زیاتوي چې مخ پر زیاتیدونکي توګه طالبانو په خپله هم د نشه ایي توکو تولید ته مخه کړې ده.
همدا تیره اوونۍ ملګرو ملتونو په دغه هیواد کې د ترياکو د تولید د بې سارې کچي رپوټ ورکړ. د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر په یوه رپوټ کې راغلي ول چې په روان کال کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۴ ولایتونو کې د اټکلونو له مخې نژدې۹۰۰۰ ټنه ترياک تر لاسه شوي دي.
په راپور کې زیاته شوې وه چې د ۲۰۱۷م کال په پرتله ۸۷ سلنه ډېرښت ښيي او پر۳۲۸ زره هکټاره ځمکې باندي کوکنار کرل شوي ول. د رپوټ له مخې یوازي په هلمند ولایت کې د کوکنارو په کښت کې د ۲۰۱۶م کال په پرتله ۷۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
خو د نوموړي خبري آژانس په حواله د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي، د نکلسون خبري رد کړي دي. دغه ویاند ویلي دي چې په سیمه کې د نشه يي توکو د تولید کومه فابریکه نه شته او په وینا یې امریکا غواړي دا پټه کړي چې پر ملکیانو یې برید کړی دی.
د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي چې د نوم د نه اخیستلو په شرط یې له نوموړي خبري آژانس سره خبري کړي دي، ویلي دي چې احتمالا په برید کې ښایي ملکي کسان وژل شوي وي. د هغه په خبره «زیاتره مهال په دغسې فابریکو کې کار کوونکي ملکي کسان وي.»