په هلمند او شمالي وزیرستان کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۶ دی ۳, یکشنبهد هلمند ولایت د ولایتي شورا غړي میرزا حسین علي زاده د آلمان خبري آژانس ته د پیښې په تړاو وویل چې دغه چاودنه د مارجې په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې. په عین وخت کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا ویلي چې [د چاودنې] له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د وژل شوو کسانو شمیر تر اوسه دقیق معلوم نه دی.
د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې د روان کال د جنوري او د سپتمبر میاشتې تر پایه پورې په لاس د جوړو شویو چاودیدونکو توکو له امله شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې ډلې څخه ۳۷۱ تنه یې وژل شوي او ۴۳۲ تنه بیا ټپیان دي. د دې تلفاتو له دریو څخه یوه برخه یې بیا ماشومان تشکیلوي.
بل لوریي ته له پاکستان څخه په ترلاسه شوي یو رپوټ کې د پاکستاني چارواکو له قوله راغلي چې د بمونو د خنثی کولو د یوې ډلې خوا ته چاودنه شوې چې له امله یې د پاکستان درې سرتیري وژل شوي دي.
د کامران افریدي په نامه د پاکستان د حکومتي ادارې یوه چارواکي ویلي چې چاودنه د شمالي وزیرستان په غلام خان سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې سرتیرو تر د امنیتي کاروان مخې ته یو سړک [له ماینونو] پاکوو.
د دې پیښې مسوولیت تر اوسه پورې چا نه دی منلی. شمالي وزیرستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، یو وخت د القاعدې شبکې او نورو ترهګرو ډلو یو له سنګرونو څخه وو. پاکستان وايي چې په وروستیو کلونو کې د پوځ د عملیاتو له امله له دې سیمې څخه زیات شمیر جنګیالي اخراج شوي خو په دې سیمه کې بیا هم وخت نا وخته بریدونه ترسره کیږي.