1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلسنکي کي د مهاجرو په اړه غونډه

۱۳۹۸ تیر ۲۷, پنجشنبه

د اروپايي ټولني د کورنيو چارو وزيران غواړي د فنلند په پلازمېنه هلسنکي کي، په دې اړه سلامشورې وکړي چي په راتلونکي کي به په مديترانې سمندرگي کي له ژغورل سوو مهاجرو سره څه کيږي؟

https://p.dw.com/p/3MFRs
Seenotrettung im Mittelmeer - "Alan Kurdi"
انځور: picture-alliance/dpa/Sea-Eye/F. Heinz

دغه ډول ليدنه کتنه به ښايي د آلمان د مرستندويه سازمان سي واچ ۳، د کښتۍ د کپتانې کارولا راکيته له برياليتوب پرته ممکنه نه وای. دا ځکه چي هغې د جون  مياشتي په پای کي ۵۳ مهاجر له ډوبيدو څخه وژغورل. هغې د يادو مهاجرو۴۰ تنه د ايټالوي چارواکو بې اجازې د دغه هيواد لمپيدوسا ټاپو ته وليږدول.

د هغې دا کار په اروپا کي بحثونه راپورته کړل چي پس له دې به ژغورل سوي مهاجر څه ډول وېشل کيږي او سړی څرنگه ايټاليا او مالتا ته قناعت ورکولای سي چي د دغو کښتيو د لنگر اچولو مخه و نه نيسي.

په تيره بيا فرانسي او آلمان ته دا خبره متوجه ده. د مثال په ډول د آلمان خارجه وزير هايکو ماس وويل چي غواړي دې کارته د »آمادگۍ يو ائتلاف« رامنځته کړي چي د اروپايي ټولني له هغو هيوادو څخه به جوړ وي چي په خپله خوښه دې ته آماده وي چي دغه مهاجر ومني.

په هلسنکي کي هم خبره پر همدې ده. خو لا هم معلومه نه ده چي آلمان به وکولای سي په دې برخه کي، نور هيوادونه هم له ځانه سره يوځای کړي او که څنگه.

Heiko Maas
د جرمنی خارجه وزیر هایکوماسانځور: picture-alliance/dpa/L. Ducret

د لوکزامبورگ خارجه وزير مايوسه دی

د لوکزامبورگ د بهرنيو چارو وزير، ين آسلبورن چي په خپل هيواد کي د مهاجرت او پناه غوښتني د چارو مسئول هم دی، وايي چي تر اوسه پوري په کافي اندازه هيوادونو په دې هکله تياری نه دی ښودلی. پرتگال او فنلند په دې برخه کي خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی. اوسني حالت ته په کتو سره، ښايي درې يا څلور نور هيوادونه هم ورزيات سي چي خپله آمادگي وښيي. د آسلبورن په خبره دا د خواشينۍ ځای دی.

دغه خبري اتري به نن پنجشنبه ادامه پيدا کړي. د جرمني د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.

Finnland, Helsinki: Matteo Salvini
په هلسنکی کی د ایتالیا داخله وزیر ماتیو سالوینیانځور: picture-alliance/S. Cavicchi

د ايټاليا د کورنيو چارو وزير بيا د يوې بلي حل لاري غوښتونکی دی

دغه پلان سوی اقدام به له دې څخه مخنيوی وکړي چي ايټاليا او مالتا دي په خپلو ساحلونو کي د مهاجرو د کښتيو لنگر اچولو ته اجازه ورنکړي. په تيرو وختو کي، دواړو هيوادونو دغه کار  په تکرار سره کړی دی. ځکه چي هغوی بيره لري چي د مهاجرو د مسئوليت اخيستلو په برخه کي ښايي يوازي پريښودل سي. له همدې کبله انسانان مجبور دي په شخصي کښتيو کي تر ډيرو سختو شرايطو لاندي په ورځو ورځو پاته سي.

ددغې ستونزي يوه برخه داده چي د ايټاليا حکومت اصلاً له دې کار سره علاقه نه لري چي ژغورل سوي مهاجر نورو هيوادونو ته واستوي. د ايټاليا داخله وزير ماتيو سالويني چي هم غواړي د هلسنکي په غونډه کي برخه واخلي، تر اوسه يي په دې اړه هر ډول وړانديزونه رد کړي دي.

G.P/N.Z/afp