په هسپانیې کې د اورگاډي چپه کیدو ۷۷ تنه ووژل
۱۳۹۲ مرداد ۳, پنجشنبهرسنیو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د هسپانیې په «سنتیاګو دې کومپوستیلا» ښار کې د چهارشنبې په ماښام د اورگاډي د چپه کیدو له کبله نزدې ۷۷ کسان وژل شوي او ۱۴۰ تنه نور ټپیان دي. دغه شمیرې د یو شمیر چارواکو له خوا هم تائید شوي دي.
په دغه اورگاډی کې ۲۳۸ تنه مسافر سپاره ول چې د هسپانیې په سیمه ییز وخت د شپې پر نهو بجو چپه شوی دی. دغه اوړگاډی له «مادرید» څخه د «فیرول» ښار پر لور روان وو.
تلویزیونو د یو شمیر وژل شویو مسافرو مړي او د اورگاډي څلورو چپه شوي واگونونه ښوولي دي. د دغو واگونونو له یوه څخه یې دود پورته کیده.
د هسپانیې د گالیسیا سیمې مشر البرتو نونیز فیجو، له یوې سیمه ییزې راډیو سره په مرکه کې ویلي دي: «اوس هم د اورگاډي پر پټلۍ باندې مړي پراته دي.»
د پېښي په اړه څیړني پیل شوي دي
لا تر اوسه د اورگاډي د چپه کیدو لامل نه دی روښانه شوی. په داسې حال کې چې یوه هسپانیاوي تلویزیون د پېښي علت ډیر سرعت ښوولی دی، د دغه هیواد د اورگاډي دولتي ادارې «رینفي»، ویلي دي چې لا تر اوسه پوري وخت شته چې د اورگاډي د چپه کیدو د دقیق لامل په هکله تبصره وشي.
د رینفي یوه ویاند ویلي دي: «د پېښي په اړه څېړنې رواني دي او موږ باید د هغې د پایلو انتظار وباسو. موږ به په دې خبره چې اورگاډی د چپه کیدو پر مهال څومره سرعت لاره، د هغه د تور بکس تر موندل کیدو وروسته پوه شو.»
د هسپانیې لومړي وزیر ماریانو راخوی، تر پېښي وروسته د چهارشنبې په ماښام ناوخته له خپلو وزیرانو سره یوه بیړنۍ غونډه وکړه. هغه نن د پنجشنبې په ورځ د پېښي سیمي ته سفر کوي. لومړي وزیر په خپلې تویتر ټولنیزه پاڼه کي لیکلي دي: «زه غواړم په سنتیاگو کې د اورگاډی د چپه کیدو د پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي او پیوستون څرگند کړم. »
تر دې څو ورځې مخکې په پاریس کې هم د یوه اورگاډي د چپه کیدو له کبله شپږ کسان ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپیان ول.