په هسپانيې کې پوليسو چاودېدونکي توکي نيولي دي
۱۳۸۶ تیر ۱, جمعهاعلان
سربېره پر دې پوليسو د سيمه يزو رسنيو په وينا داسې شواهد موندلي دي چې دغه توکي د ETA ډلې پورې اړه لري. نوموړې ډلې د جون د مياشتې په پيل کې اوربند بس کړی و. دغه ډله له څلويښتو کالو راپه دې خوا د باسکانو د توکميز اقليت د يو خپلواک هېواد دپاره مبارزه کوي. دغه هېواد دې د هسپانيې په شمال او د فرانسې په جنوب کې جوړ شي. د ETA په بريدونو کې تر اوسه ټول ټال 800 خلک وژل شوي دي.