په هرو پنځلسوثانيوکې يوماشوم مړکيږي
۱۳۸۵ آذر ۲۴, جمعهد اسهال ناروغي د هغوماشومانو د مړينې اصلي سبب دی، کوم چې ترپنځوکلونولږعمرلري. هره ورځ په نړۍ کې څه باندې ۴٠٠٠ تنه ماشومان لدې کبله خپل ژوندله لاسه ورکوي. سربيره پردې د اسهال د ناروغۍ بيابيا تکراريدل د دايمي سؤتغذي سبب او لاخرابيدودليل کيږي.
ساري ناروغۍ لکه د سږي التهاب هم د حفظ الصحې په خرابوشرايطوکې لاژرخپريږي. لدې کبله هرکال په نړۍ کې ٢ ميليونه نورماشومان مړه کيږي. د اوبو او حفظ الصحې خطرناک حالت د دې مخه هم نيسي چې ماشومان ځان له بيوزلۍ نه وژغورلای شي. پدې توگه په مخ پرودې هيوادونوکې گڼ شميرنجوني بايدهره ورځ د يوه سطل يا يوه منگي اوبو د لاس ته وروړلو لپاره په ساعتونوساعتونو د پښومزل وکړي.
د يونيسف د آلمان د څانگې رئيس ديتريش » گارليکس « وايي: » ماشومان د ناپاکواوبوله کبله ډيرسخت زيانمن کيږي. په هروپنځلسوثانيوکې يو ماشوم د څښلو د پاکواوبو او د حفظ الصحې د ډيروعادي وسايلو د نشتوالي له کبله مړکيږي. «
یوميليارد ماشومان د حفظ الصحې له وسايلومحروم دي
د يونيسف د نويوشميرونوله مخې د مخ پرودې هيوادونومجموعاً ۴٢٥ ميليونه ماشومان د څښلوپاکې اوبه نلري. تقريباً يوميليارد نجوني اوهلکان د حفظ الصحې له وسايلوپرته اوياهم په غيرصحي شرايطوکې ژوند کوي، کوم چې د هغوۍ روغتياله لوی خطرسره مخامخ کوي.