«په هرات کې تر برید وروسته وضعیت تر کنترول لاندې دی»
۱۳۹۲ شهریور ۲۲, جمعهپه داسې حال کې چې خبري آژانسونو د دغې پېښې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر درې تنه ښودلي دي، خو د هرات د امنیې قوماندان مل پاسوال رحمت الله صافي، د آلمان غږ راډیو سیمه ییز خبریال ته د اوو تنو د وژل کیدو خبره کړې ده چې څلور تنه برید کوونکي هم په کې شامل دي. اسوشیتد پرس خبري آژانس په هرات کې د امریکا متحده ایالاتو د قونسلګري په حواله ویلي دي چې د هغوی «ټول کارکوونکي روغ رمټ دي».
په همدې حال کې یو شمیر نورو افغانانو د اوو تنو برید کوونکو د وژل کیدو خبره هم کړې ده. لا تر اوسه پورې د دغه برید په پایله کې د ټپي شویو کسانو د شمیر په اړه دقیق معلومات په لاس کې نه شته. د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي، له رسنیو سره په خبرو کې د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستې دی.
افغان او امریکايي چارواکو د هرات د پېښې په اړه مختلف معلومات ورکړي دي. افغان چارواکو ویلي دي چې د هرات پېښه د افغانستان په سیمه ییز وخت د سهار په شپږو بجو پیل شوه. د دغه چارواکو به حواله د یاغیانو برید د امریکا د قونسلگرۍ په ۶۰ متري کې تر یوې پیاوړې چاودنې وروسته پیل شو. افغان چارواکو روښانه کړې ده چې یاغیانو تر چاودنې وروسته په نښتې لاس پورې کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې مرستیالې ماري هارف، وویل چی د برید د سیمی په وخت د سهار ۵:۳۰ بجو پیل شوو . دغې ویاندې یادونه وکړه چې برید تر هغه وروسته پیل شو چې په یوې لارې کې سپرو برید کوونکو پر امنیتي ځواکونو باندې د درنو او سپکو وسلو ډزې وکړې.
د هرات د امنیې قوماندان رحمت الله صافي وویل، چې اوس امریکايي ځانگړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي. د هغه په خبره هیڅ یو برید کوونکی هم له سیمې څخه په تیښته بریالی شوی نه دی. د صافي په خبره امریکایي او افغان ځواکونو تر برید یو ساعت وروسته وضعیت بیرته تر خپل کنترول لاندې راوستی دی.
په عین حال کې په پکتیکا ولایت کې هم یوه ځانمرگي برید کوونکي دولتي ودانیو ته نزدي د یو موټر په واسطه چی په چادونکو توکو بار ؤ، په یو برید لاس پوری کړ چې په پایله کې یې اووه تنه افغان امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.