1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي لس اربکيان ووژل سول

۱۳۸۹ آبان ۸, شنبه

دهرات چشت شريف ولسوالي کي د 10 ولسي ملاتړپوليسوچه معمولا افغانستان کي د اربکي نوم ورته اخيستل کيزي طالبانو سره نښته کي مړه 2 تنه ټپيان دي نښنته د جمعې په ورځ شوېده.

https://p.dw.com/p/PuQK
انځور: DW

د ولسي ملاتړځواکونو لس تنه سرتيري دجمعي په ورځ طالبانو سره نښته کي چشت شريف کي مړه 2 تنه ټپيان شوه.

دا خبري غرب زون کي دپوليسو يوه لوړپوړي مامور د نوم نه خپرولو په شرط دويچه ويله راديوته وکړې ويويل:

«هغه وايي دحاجي وزيرسړي چه دچشت شريف ولوسوالي مربوطاتو کي دسلما د بند امنيتي چاري په مخ بيايي دجمعي په سهار د ملا مصطفی دسړيو بريد لاندي راغله. جګړي يي ترماسپښين پوري دوام وکړ. دښمن اوس له سيمي پښې سپکي کړي دي. امنتي ځواکونه يي په تعقيب پسي سيمه کي عمليات کوي جګړه کي ټولټال 10 د ولسي ملاتړ پوليس مړه 2 تنه ټپيان شوي دي.»

د چشت شريف د سلمابند امنيتي پوستو قومندان سمونوال ګلابالدين هم محلي رسنيوته دپيښي تاييدکړی دی.

سلمابند د افغانستان يو له بنسټيزه پروژو څخه ده چه دجوړيدو چاري د هندوستان په مرسته 7 کاله دمخه پيل شوي پتيل شوي وه چه 2008م کال کي يي چاري بشپړي ګټي اخيستني ته چمتوشي. خود ورته ناامنيو له کبله يي چاري ځنډيدلي دي. دولتي چارواکي وايي اوس يي ترډيره بريده کار بشپړه کړی دی. راتلونکي کال کي به يي کاسه کي اوبه بندي شي. د پلان له مخي به سلمابند په جوړيدو نزدې 70 زره هکتاره ځمکه خړوبه او د هرات ښارتبه 40 مګاواټه بريښناهم ورکول سي.

بند د هريرود په اوبو تړل کيږي کومي اوبه چه اوس دايران اسلامي جمهوريت ته بهيږي اود اړونده چارو يو شمير کارپوهان وايي د ناامني او پروژي پڅوالي يو دليل هم همدغه دی. ځکه په جوړونه يي د ايران ډيري ځمکي داوبو له قلت سره مخ کيږي. مګر ايران تل دا ډول خبري بي اساسه بللي ځان دافغانستان بيا رغوني ته ژمن ګڼي. د يادونې وړ ده چه ددغه راپور تر بشپړيدو لا طالبانو د موضوع په اړوند څه ندي ويلي.

راپور: شريف شرفيار

کتونکی: احمدولي اڅکزی