په نړۍ کې د ۲۰۱۹ کال د پیل مراسم
د نوي میلادي کال پیل د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې په اور لوبو او نورو مراسمو تر منځ تر ټینګو امنیتي تدابیرو لاندې ولمانځل شو. په دې ګالرۍ کې په ځینې هیوادونو کې د ۲۰۱۸م کال پای او د ۲۰۱۹م کال پیل ليدلای سئ.
نیوزیلنډ
د آرام اوقیانوس د ساموا خپلواکه دولت لومړنی هیواد وو چې نوي کال ته یي هرکلی ووایه، تر دې لږ څه وروسته نیوزیلنډ هم نوی کال ولمانځه. دغه انځور د نیوزیلنډ د اوکلنډ ښار دی چې د سکای ټاور یا برج څخه آتش بازي کیږي. فجي او تووالو هم په ورته وخت کې له ۲۰۱۸م کال سره مخه ښه وکړه او نوی کال ته یي هرکلی ووايه.
سډني
د دسمبر پر ۳۱مه نیټه تر ماسپښین وروسته خراب موسم هم په سډني کې ډیر کسان په دغه ښار کې د اور لوبې تر ټولو ستره ننداره له لیدلو څخه را و نه ګرځول. له نیکه مرغه د شپې ناوخته آسمان صاف شو. شا او خوا ۱،۵ میلیونو کسانو د ۱۲ دقیقو له پاره اور لوبه ننداره کړه. د آسترالیا په نورو ښارونو کې هم د اور لوبو نندارې ته ګڼ شمیر کسان ورغلي وو.
له نورو مختلف مراسم
د سویلي کوریا په پلازمېنه سول کې یو شمیر کسان د جوګایسا بودیست عبادت ځای کې راغونډ شول څو د شمعو په روښانه کولو سره نوی میلادي تقویم ولمانځي. د یو شمیر ختیځ آسیایي هیوادونو په څیر به سویلي کوریا په راتلونکو اوونیو کې قمري کال ولمانځي. لا هم ډیری کوریایان میلادي کال لمانځي.
جاپان
جاپان له سویلي کوریا سره په یوه وخت د نوي کال پیل ولمانځه. ډیر شمیر کسان د توکیو په زړه کې په شیبویا، څلور لارې کې راټول شوي وو. داسې ادعا کیږي چې دا په نړۍ کې تر ټولو مصروف ترینه څلور لارې ده چې د دسمبر په ۳۱مه نیټه پکښې تیریدل ګران دی، ځکه چې خلک پکښې د نوي کال پیلیدو ته شیبې شماري.
ژیړ واسکټونه
د پاریس په شمول په ټوله نړۍ کې د نوي کال د لمانځلو په مراسمو کې امنیتي چارواکو حضور درلود. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په دسمبر میاشت کې په شتراسبورګ کې پر کرسمس بازار باندې د خونړي بریدونه وروسته هم له احتیاطه کار اخیسته. پر دې سربیره «ژیړ واسکټي» چې په وروستیو کې یي د ولسمشر مکرون پر ضد د تاوتریخوالي ډکې مظاهرې کړې وي، د سوله ایزو مظاهرو غږ کړی وو.
هند
په داسې حال کې چې په هند کې هندوان د بیلا بیلو تقویمونو له مخې نوی کال لمانځي، ډیری د جنورۍ لومړۍ نیټه هم لمانځي. د سندرو، نڅا او میلمستا غونډې عامې دي. خو په احمد آباد کې د دغې میرمنې ځانګړي رنګ شوي ویښتان داسې څه دي چې ډیر کم تر سترګو کیږي.
کرملین
د روسيې په ستره خاوره کې د سیمې په وخت مسکو وروستی ځای وو چې نوي کال ته یي هرکلی ووایه. د مسکو اوسیدونکو له کنسرتونو او اور لوبو څخه خوند واخیست. د کرملین په سپاسکایا برج کې دودیزې زنګولې وغږول شوې.
برلین
د آلمان په پلازمینه برلین کې د براندنبورګ دروازه کې په لسونو زرو کسانو د نوي کال د لمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړ. دا په آلمان کې د نوي کال د لمانځولو تر ټولو ستره غونډه وه. پر اور لوبو سربیره کنسرتونونه هم ول.
لندن
د تیمز د سیند پر غاړه تر سلو زرو زیاتو کسانو د اور لوبو ننداره وکړه. د لندن ښاروال صادق خان، د اروپايي اتحادیې اتباعو ته چې په دغه ښار کې ژوند کوي د نوي کال لمانځل ځانګړي کړل.