په نړۍ کې د ژوو د مړينې له ډېرېدو څخه خبرداری
په نړۍ کې په لسونو زره ژوي مړه کيږي. سره له دې چې لاملونه يې ناڅرګند دي، خو د اقليم بدلون او ککړتيا هم د دغې قضيې يوه برخه ده.
په سمندر کې د ژوو مړينه
په ۲۰۱۶ کال کې د کبانو د بې سارې مړينې ۳۵ پېښې ثبت شوې دي. په برازيل کې ۳۳ مکعب ټنه کبان له منځه ولاړل چې لامل يې د اوبو ککړتيا ده. کبانو ته په کافي ډول اکسيجن ونه رسېدل.
سمندري مرغانو ته کافي خواړه نه رسيږي
په ۲۰۱۵ کال کې د شمالي امريکا لويديځ ساحل د سمندري مرغانو بې سارې مړينه وليدله. څه باندې ۱۰ زره مرغان له منځه ولاړل چې نړيواله تودوخه يې اصلي لامل وبلل شو. په آلاسکا کې د ۲۰۱۶ کال په فبرورۍ کې څه نا څه ۸۰۰۰ سمندري مرغان د لوږې له کبله مړه شول.
د هېرپس ويروس کيشپان وژني
کيشپ د نړې په تر ټولو لويو کيشپانو کې شمېرل کيږي. د هېرپس ويروس دغه ژوي له ګواښ سره مخامخ کړي دي. هغه د دوی د ليد وړتيا او خوځښت اغېزمنوي. کارپوهان لا د ويروس د ډېرېدلو د لاملونو په اړه تحقيق کوي.
غرڅه هم کړيږي
د ۲۰۱۵ کال په پسرلي کې ساينسپوهانو اټکل کړی و چې د سايګا په نوم د نادرې غرڅنۍ نيمه برخه د دوو اونيو په لړ کې له منځه تللې ده. کارپوهانو ويل چې دغه نوع هم د اقليم له بدلون څخه کړيږي. تر دې دمه داسې ورته نورې پېښې ثبت شوې نه دي.
د ساحل په اوږدو مړينه
په زرونو سفالوپودا ژوي د ۲۰۱۶ کال په پيل سره د چيلي ساحل په اوږدو پراته ول. د ساينسپوهانو تر څنګ ځايي اوسېدونکي هم اندېښمن دي. يو ځل بيا نړيواله تودوخه او د النينيو پديده کېدای شي د دغې پېښې اصلي لامل وي.
ښاپېرکيان له هوا پرېوځي
د هند په بوپال سيمه کې په ۲۰۱۵ کال کې په زرونو ښاپېرکيان له هوا څخه پرېوتل. يو کال مخکې د استراليا په کوينسلند کې هم دغسې څه پېښ شول. دغه الوتونکي تي لرونکي ژوي د تودودخې لوړېدلو ته ډېر حساس دي.
نهنګان ډله يزه ځان وژنه تر سره کوي
نهنګان ډېر ځله ساحل ته رسيږي او مري. خو د چاپېريال زياتېدونکې ککړتيا دغه پديده ډېره کړې ده. دغسې پېښې به جرمني، د امريکا په متحدو آيالاتو، نوي زيلند او چيلي کې هم زياته شوې ده. په انځور کې د هغو ۲۹ نهنګانو څخه يو څو نهنګان ليدل کيږي چې د اروپا د شمالي ساحل په اوږدو کې د ۲۰۱۶ کال په پيل کې وموندل شول.