په نړۍ کې د ترهګرو بریدونو کچه ټیټه شوې ده
۱۳۹۱ مرداد ۱۱, چهارشنبهپه ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت په رپوت کې راغلي دي چې ترهګرو په ۲۰۱۱ کال کې په ټولې نړۍ کې ۱۰۳۰۰ بریدونه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال د دې بریدونو شمیره ۱۶۰۰ ته رسیده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د جولای د میاشتې په ۳۱مه نیټه) دا رپوټ خپور کړی دﺉ.
د خپور شوي رپوټ په حواله په ۲۰۱۱ کال کې د ترهګرو په بریدونو کې شاوخوا ۱۰۳۰۰ تنه وژل شوي دي. په دې ترتیب سره نو په ۲۰۱۱ کال کې د ۲۰۱۰ کال په پرتله د ترهګرو په بریدونو کې د وژل شوو کسانو په شمیره کې ۶۰۰ کموالی راغلی دﺉ.
په رپوټ کې راغلي دي چې ډیری ترهګر بریدونه په نزدې ختیځ او جنوبي اسیا کې شوي دي. د دغو بریدونو ۶۴ سلنه په افغانستان، پاکستان او عراق کې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په رپوټ کې راغلي دي چې اوس ترهګری په افریقا کې د پراخیدو په حال کې ده. امریکایي کارپوهانو په افریقا کې د ترهګری ۱۰۰۰ پېښې ثبت کړي دي. د دغو پریدونو ډیره برخه د بوکوحرام افراطي اسلامپاله ډلې کړي دي. دغه ډله په خاص ډول په نایجیریا کې پر مسیحیانو حملې کوي.
د القاعدې د خپلواکو څانګو د رامنځ ته کیدو ګواښ
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په حواله د القاعدې شبکې د هغې د مشر اسامه بن لادن، تر وژل کیدو وروسته خپل ارزښت له لاسه ورکړی دﺉ. امریکايي کارپوهانو ویلي دي چې که څه هم په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې اصلي هسته څه نا څه له منځه وړل شوې ده خو په عربې ټاپووزمه او شمالي افریقا کې د القاعدې د خپلواکو څانګو د رامنځ ته کیدو ګواښ اوس هم موجود دﺉ. په دې رپوټ کې همداراز راغلي دي چې په عراق کې هم د القاعدې د شبکې پلویان مقاوم دي.
«ایران د تروریزم مالي ملاتړی»
په دې رپوټ کې پر ایران باندې سختې نیوکې شوې دي. متحده ایالات وایي چې دغه هیواد «په نړۍ کې د ترهګرو بریدونو لوی مالي ملاتړی دﺉ». په رپوټ کې زیاته شوې ده چې ایران په ټول ختیځ کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
د رپوټ په حواله د ایران حکومت غواړي چې د عربي نړۍ له پسرلي څخه ګټه واخلي. امریکایي کارپوهانو ویلي دي چې ایران د حماس او په فلسطین کې نورو افراطي ډلو او همداراز په لبنان کې حزب الله ته وسلې ورکړي دي. د دې رپوټ په حواله د ایران «سپاه پاسداران» افغاني طالبانو ته روزنې ورکړي دي.
دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم