«په نړۍ کي د بې سواده کوچنيانو شمېر ډېر دی»
۱۳۹۲ بهمن ۹, چهارشنبهد ملګرو ملتونو د زده کړو، سیانس او کلتوري سازمان یا UNESCO د چهارشنبې په ورځ د زده کړي په اړه خپل کلنی رپوټ وړاندي کړی دی. دغه رپوټ «زده کړه د ټولو له پاره نړیوال څارنیز رپوټ» تر عنوان لاندې خپور شوی دی. په رپوټ کې د شاوخوا ۳۷ هیوادونو د ۱۵ او ۲۴ کلونو تر منځ ماشومانو زده کړو ته کتنه شوې ده.
د یونیسکو د رپوټ په حواله د نړۍ په نادارو هیوادونو کې شاوخوان ۲۵۰ میلیونه ماشومان کولای نه شي چې د یوې جملي ټولي برخې ولولي. د دغو ماشومان ډیر یې په عربي هیوادونو، افریقا، سویلي او لویدیځي اسيا کې میشته دي. پر دې سربیره په دې هیوادونو کې د ښوونځیو له ۷۵ سلنه څخه لږ ښوونکي د تدریس توان لري.
د یونسکو مشري ایرینا بوکوا، د رپوټ په مقدمه کې ویلي دي: «زده کړو ته لاسرسی په دې هیوادونو کې یوازنی ناورین نه دی. په ښوونځیو کې د زده کړي کښته کیفیت ان د هغو کسانو له پاره ستونزي پیدا کوي چې کولای شي ښوونځي ته ولاړ شي.»
د یونیسکو په رپوټ کې راغلي دي چې په دې هیوادونو کې دولتونه کولای نه شي چې د میلیاردونو ډالرو پر مصرفولو سربیره هم د زده کړې په برخه کې ستونزي حل کړي. په رپوټ کې راغلي دي: «د هغو ۲۵۰ میلیونو ماشومانو چې کولای نه شي زده کړي وکړي ۱۲۹ میلیاردو ډالرو ته رسیږي. دا پر لومړيو زده کړو باندي د نړیوال لګښت لس سلنه جوړوي.»
رپوټ ویلي دي چې د غریبو هیوادونو دولتونه باید ۱.۶ میلیونه نوي ښوونکي په کار وګوماري، څو وشي کولای په ۲۰۱۵ کال کې په نړیواله کچه لومړنۍ زده کړي پیدا کړي.