1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړیوالو بازارونو کې د افغاني محصولاتو د معرفي کولو هڅي

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ مهر ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو وزارت د لوی اختر په مناسبت یو نندارتون پرانیستی دی چې په ترڅ کې یې له سوداگرو او پانگوالو څخه غوښتل شوي دي چې په نړیوالو بازارونو کې د افغاني محصولاتو له پاره بازار ومومي.

https://p.dw.com/p/19wCs
انځور: DW/H.Sirat

په دغه نندارتون کې د افغانستان تازه او وچې میوې، غالۍ، مرمر ډبري او پوستي صنایع نندارې ته وړاندې شوې دي.
د افغانستان د سودراگرۍ او صنایعو وزارت معین مزمل، شینواري، د سه شنبې په ورځ د دغه نندارتون د پرانیستني پر مهال وویل: «دغه نندارتون د افغانستان د کورنیو تولیداتو د پراختيا او ودې یوه مهمه پروسه بلل کیږي او د افغان تولیدونکو د تشویق له پاره یو مهم گام دی.»

شینواري وویل چې د افغانستان زراعتي محصولات په روان کال کې ۶۰ سلنه لوړ شوي دي او اوس د دغو محصولاتو د صادرولو له پاره هڅې روانې دي.

د تجارت او صنایعو وزارت معین زیاته کړه چې اوس داسې هڅې روانې دي چې هندي، پاکستاني، ایراني، د متحده عربي اماراتو او مرکزي اسیا هیوادونو سوداگر دې ته وهڅول شي چې د افغانستان کورني محصولات رانیسي.

شینواري روښانه کړه چې تر دې وروسته به د افغانستان کورني محصولات د چابهار بندر له لارې عربي هیوادونو او هندوستان ته صادر شي. هغه وویل چې افغانستان به له پاکستان څخه وغواړي چې هندوستان ته د افغاني محصولاتو د صادرولو امکانات برابر کړي.

دغه نندارتون به شپږ ورځي پرانيستی وي
دغه نندارتون به شپږ ورځي پرانيستی ويانځور: DW/H.Sirat

په عین حال کې د افغانستان د کرهڼي وزارت معین محمد سلیم کندزي هم په دې نندارتون کې وویل افغانستان هم غواړي چې د خپلو زراعتي محصولاتو کیمیت لوړ کړي او هم یې کیفیت ته لا ډیر پام واړوي. هغه ټینگار وکړ چې تر دې وروسته باید افغاني محصولات د نورو هیوادونو په نامه و نه پلورل شي: «موږ خپل محصولات معرفي کوو او هڅه کوو چې هغه د افغانستان په نامه صادر کړو. ځیني وختونه زموږ غالۍ او زعفران د نورو هیوادونو به نامه په نړیوالو بازارونو کې پلورل کیږي.»

د کرهڼي وزارت دغه چارواکي وویل چې پلان شوې ده د زراعتي محصولاتو د تازه ساتلو له پاره «ستر سوړځایونه» جوړ شي. هغه زیاته کړه چې اوس افغانستان د ۲۵ زره ټنه ضرفیت لرونکي «سوړ ځایونه» په اختیار کې لري چې کولای شي د افغاني محصولاتو یوه وړه برخه زیرمه کړي.

د دغه نندارتون یوه برخه د ښځو له خوا تولیدیدونکو محصولاتو ته ځانگړې شوې ده. د ښځو یوه ډله چې په افغانستان کې رب تولیدوي هم په دې نندارتون کې شامله ده. هغوی د افغان دولت د لا ډیر ملاتړ غوښتنه کوي.

د نندارتون یوه تن غالۍ پلورونکي نبي سفري، وویل چې اوس هم افغاني کلاسیکي غالۍ په نړیوالو بازارونو کې ډیر پیریدونکي لري. هغه زیاته کړه: «زموږ انجمن ښې او کلاسیکي افغاني غالۍ تولیدوي چې په اروپا او امریکا کې تود بازار لري. دغه شان غالۍ په افغانستان کې ډیري نه کارول کیږي چې گرانې دي.»

دغه نندارتون به د شپږو ورځو له پاره دوام وکړي او گډونوال یې ډیر هغه کسان دي چې افغاني محصولات نورو هيوادونو ته صادروي.