په نيويارک کي اور لگېدني ۱۲ کسان وژلي دي
۱۳۹۶ دی ۸, جمعهد نيويارک ښاروال بيل دبلاسيو، ويلي دي چي د دغه ښار د برانکس سيمي يوې ودانۍ اور اخيستی، ۱۲ کسان پکښې وژل سوي او ۴ سخت ټپيان دي.
د مرستندويانو په خبره کيدای سي چي د قربانيانو شمېر نور هم زيات سي، ځکه چي د ودانۍ په هغو پوړونو کي چي اور لگېدلی تر اوسه لا د ژغورني چاري پای ته نه دي رسېدلي.
په دغه ودانۍ کي اور د نيويارک پر وخت د پنجشنبې په ماښام ۷ بجې بل سوی وو. د نيويارک ښاروال په يوه خبري کنفرانس کي ويلي دي چي دغه پيښه «په نيويارک کي تر ټولو ستره اورلگېدنه» بلل کيږي. داچي ودانۍ څرنگه اور اخيستی؟ تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.
دغه ودانۍ چي اور يې اخيستی دئ، د استوگني يوه پنځه پوړيزه ودانۍ وه. د اور وژني عملې د مسئولانو په خبره په ډير لنډ وخت کي اور د ودانۍ ټولو پوړونو ته رسېدلی دئ، ځکه نو په ودانۍ کي له استوگنو کسانو څخه د وتلو لاري ورکي سوي دي.
په ودانۍ کي د اور حرارت دومره زيات وو چي د اور وژني مامورين دې ته مجبوره سوي ول، څو د اور وژني له داسي موادو څخه کار واخلي چي حرارت يې منفي لس درجې وو. د دغي ودانۍ د اور وژني په عملياتو کي ۱۶۰ کسانو برخه لرله.