په نورستان کي د تښتېدلي پېغلي پر سر شخړه
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۲, یکشنبهد نورستان والي حافظ عبدالقیوم دویچه ويله ته وویل چې د نورګرام ولسوالۍ په ننګراج کلي کې یوه پېغله نجلۍ د خپل پلار له کوره بل کور ته تښتېدلې وه.
هغه وایي وروسته د نجلۍ پلرگنۍ پر مقابل کور حمله کړې ده، چې پکې درې کسان وژل شوي او تښتېدلې پېغله نجلۍ هم ټپي ده.
والي وایي د دغې قضیې په تړاو دوه مشکوک کسان هم نیول شوي او پېښه د څېړنې په حال کې ده.
د نورګرام ولسوالۍ یوه اوسېدونکي صاحبداد دويچه ويله ته وویل: «شپږ ورځې وړاندې یوه پېغله نجلۍ له یوه هلک سره پخپله خوښه له کوره وتلې وه، چې تېره ورځ د هغې پلرګنۍ پر هغه کور حمله کړې چې نجلې ور تښتېدلې وه.» هغه وويل چې حمله کوونکو په خطا کې خپل یو ملګری هم په وژلی دی.
په نورستان کې دود دی چې کله هلک او نجلۍ په رضا له کوره ووځي، نو د قومي جرګې له لارې یې نکاح تړل کېږي او په دې توګه پیښه شوې ستونزه هوارېږي؛ خو مالومه نه ده چې پرونۍ پیښه کې څرنګه له قومي دوده سرغړونه شوې ده.
په دې وروستیو کلونو کې په نورستان کې ناموسي وژنې او پیښې زیاتې شوي دي، چې د بشري حقونو ادارې یې هم اندېښمنې کړي دي.
اميد ديدار