1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننگرهار کې بې پیلوټه الوتکو د داعش جنگیالي وژلي

۱۳۹۴ تیر ۱۶, سه‌شنبه

په ننگرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې دوو بریدونو د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش په لسگونو پلویان وژلي دي. د دغو کسانو د شمیر په هکله بیلا بیل رپوټونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Ftzz
انځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt



د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې بیلا بیل افغان او بهرنۍ سرچینې د دغو کسانو شمیر د ۲۵ او ۴۹ تر منځ اټکلوي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاته کړې ده چې گڼ شمیر جنگیالي چې په افغانستان کې له اسلامي دولت، سره یو ځای کیږي د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف گرځي.

د ننگرهار ولایتي ویاند احمد ضیا عبدالزي، ویلي دي چې دغه برید د ننگرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې تر سره شوی دی چې ۴۹ یاغیان یې وژلي دي. د هغه په وینا په دغه ځای کې جنگیالي په عادي ډول راټولیدل.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «لومړنی برید د دوشنبې په ورځ د ماسپښین پر ۱۲ بجو تر سره شوی [...] او دویم برید پر دوو بجو.»

دا په داسې حال کې ده چې بهرنیو چارواکو له رویټرز خبري آژانس سره د نوم د نه ښوولو په شرط د دغو وژل شوو کسانو شمیر ۲۵ تنو ته نزدې ښوولی دی.

تر اوسه د بې پیلوټه الوتکو په برید کې چې د داعش کوم مخکښ کس وژل شوی، هغه ملا عبدالروف دی چې په گوانتانامو زندان کې یې هم بند تیر کړی دی. نوموړې له اسلامي دولت، ډلې سره یو ځای شوی وو او د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشتې کې په هلمند ولایت کې په یوه برید کې وژل شوی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب