په نایجیریا کې خونړی برید
۱۳۹۲ بهمن ۲۸, دوشنبهخبري آژانسونو د عیني شاهدانو له قوله رپوټ ورکړی دی چې دغو اسلامپاله جنگیالیو د کمرون هیواد پولې ته څیرمه د ایزگه، پر کلې باندې چې زیاتره اوسیدونکي یې عیسویان دي د شنبې په ماښام برید کړی دی. د رپوټونو په حواله په دغه برید کې په لسگونو کسان وژل شوي دي او یو شمیر کورونه سوځول شوي دي.
یوه سیمیه ییز دولتي چارواکي د فرانس پرېس خبري آزانس ته ویلي دي: «هغوی [اسلامپاله جنگیالو] د شنبې په ماښام په برید کې ډیر شمیر انسانان ووژل. د وروستیو معلوماتو له مخې چې ما تر لاسه کړي دي تر ۶۰ زیات انسانان وژل شوي دي.»
یوه بل عیني شاهد د فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي دي چې اسلامپالو په یوه ځای کی د خلکو د وژلو تر مخه هر کور تالاشي کړ او هغه خلک چې په خپلو کورونو پټ شوي ول راویستل. ځایي اوسیدونکي وایي چی دوی داسې گمان کوي چې برید کوونکي د بوکو حرام په نوم د اسلامپاله ملیشې غړي ول. ویل کيږي چې دغه تندلارې ډله په دې هڅه کې ده چې په نایجیریا کې یو اسلامي دولت رامنځ ته کړي. د نایجیریا په شمال کې ډیری مسلمانان اوسیږي او سویلي برخه کی چې د نفتو د طبیعي زیرمو څخه شتمنه ده، اکثریت پکښې عیسویان میشت دي.
د بورنو ایالت (چې په پورتني انځور کې په نخښه کړای شوی دی) په کوم کلي چې دغه پیښه رامنځ ته شوې ده، د اسلامي یاغیانو د مخنیوي له پاره پکښې د تیر کال د می میاشتې راهیسې بیړنی حالت نافذ شوی دی. په دغه سیمه کې د ۲۰۰۹م کال راهیسې ډیری انسانانو په داسې پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تیره اوونۍ هم د بوکو حرام تندلارې اسلامپاله ډلې په دوو جلا جلا پیښو کې ۴۳ تنه وژلي وو او له دې امله د بورنو د کلیو او بانډو په سلگونو اوسیدونکي د دغه ایالت مرکز ته تښتیدلي دي.
له هغې وروسته چې په دغه سیمه کې بیړنۍ حالت نافذ شوی دی، نو په پوځي عملیاتو پیل وشو، خو پوځ د بوکو حرم ډلې د بریدونو په ځپلو کې په څرگند ډول پاتې راغلې دی.
له نوموړی پیښی څخه مخکې د نایجیریا ولسمشر گډ لک جوناتان، په عملیاتو کې د نه پرمختگ وروسته د دغه هیواد د پوځ لوی درستیزله خپلې دندې ګوښه کړ اوپر ځای یی یو بل تن په دنده گمارلی دی.