په نایجریا کې نوي بریدونه تر سره شوي دي
۱۳۹۱ خرداد ۲۲, دوشنبهاعلان
په نایجیریا کې پرعیسوي کلیساګانو باندې د دوو بریدونو مسئولیت د بوکو حرام په نامه اسلامي سخت دریځې ډلې پر غاړه اخیستی دئ. په دغو بریدونو کی د دې هیواد په دوو ښارونو کې زیات انسانان وژل شوي دي. د دغې ډلی یوه ویاند وویل چې په دې وسیله د بوکو حرام ډلې د حکومت د هغې ادعا پر ضد چی ګواکی دغه ډله نوره ضعیفه سوې ده خپل عکس العمل وښود.