په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کي يو کېبلي پل جوړ سو
۱۳۹۱ اردیبهشت ۴, دوشنبهپه خوست کي د ملي پيوستون د پروګرام مشر انجينر بصير وايي، چي دغه پل د سيمي د خلکو د لس فيصده مالي ونډي په اخيستلو سره په شاوخوا اويا زره امريکايي ډالر جوړ شوی دئ.
هغه وايي، چي له دې پل څخه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د پکي د سيمي پنځه لوی کلي، چې په مجموعي ډول لس زره کسان کيږي ګټه اخلي، خو تر دې وړاندي د يادي سيمي خلکو خوست ښار ته تګ راتګ نشوای کولای.
د ملي پيوستون د پروګرام مشر انجينر بصير وايي، چي د دې پل په ساختمان کي د اوسپني له کېبلونو او د لرګيو له تختو کار اخيستل شوی دئ، چي د پل کيفيت ته پکښي په پوره ډول توجه شوې ده او کولای شي، چي په يو وخت کي پنځلس ټنه وزن پرې تېر کړي.
د سيمې يو تن قومي مشر له دويچه ويله پښتو ويب پاڼي سره په خبرو کي وويل، چي تر دې وړاندي دوی له ډېرو ستونزو سره مخامخ ول او د پله د نشتوالي له کبله ئې نشوای کولای، چي پر خپل وخت کوم ځای ته ورسېږي.
هغه زياته کړه، چي تر دې وړاندي د دوی سيمې ته موټر نشوای ورتلای او که چا ته به کومه ناروغي پيدا شوه، نو په څو کسانو به ئې د خوړ په اوبو کي پوري ايستئ، چې له همدې امله ډېرو کسانو په اوبو کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.
د سيمي يو شمېر نور خلک هم ددې پله جوړيدوته زياته خوښ دي، چي په خبره ئې اوس به ئې ډيري ستونزي هواري شي، خو دوی غوښتنه کوي، چي د دوی سيمي ته دې سړک هم ور وغځول سي.
د يادوني وړ ده، چي د خوست په مختلفو برخو کي داسي سيمي شته، چي په باراني موسم کي د سيلابونو د راوتو او د پلونو د نشتوالي له کبله ئې ډېر وخت له مرکز سره د تګ راتګ رابطه قطع وي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل