1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ناحقه اخراج سوي افغان مهاجر د پناه غوښتنه بیرته رد سوې

۱۳۹۶ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

افغانستان ته په ناحقه اخراج سوي یوه افغان مهاجر چي بیرته جرمني ته راوستل سوئ وو، اوس يې د پناه غوښتنه بيا د اخراج له خطر سره مخامخ ده.

https://p.dw.com/p/2tl8L
Afghanistan Haschmatullah F., Rückholung nach Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

المانۍ ورځپاڼي (شویبیشن ټاک بلت) د خپلي تیري جمعې ورځي په شماره کي د حشمت الله د افتخاري همکار اندریاس لیندر په حواله لیکلي دي چي دده د پناه غوښتني عریضه رد سوې ده. د حشمت الله مدافع وکیل مارکوس نید وروک یوه ورځ مخکي ترهغه د پنجشنبه په ورځ الماني خبري آژانس-dpa ته  ویلي ول، چي چارواکو د هغه د پناه غوښتنه د نه باور وړ اظهاراتو په دلیل ردکړې ده.

مدافع وکیل اوس د هغه د اظهاراتو پربنأ د زیگمارینگن ښار اداري محکمې ته د مرافعې غوښتنه کړې ده. هغه ویلي دي چي زه امیدواري له لاسه نه ورکوم.

حشمت الله ایف د تیر عیسوي کال د ډسمبر مياشتي په نیمايي کي افغانستان ته د هغه تر اخراج درې میاشتي وروسته بیرته جرمني ته راوستل سو. د مهاجرو او پناه غوښتني په برخه کي د جرمني فدرالي ادارې د هغه اخراج ته اشتباهأ اجازه ورکړې وه، که څه هم د اخراج پرضد یې د زیگمارینگن اداري محکمې ته عاجله عریضه رسیدلې او دوسیه یې لا تکمیله سوې نه وه. ځکه نو دغي محکمې حکم صادر کړ چي حشمت الله باید بیرته جرمني ته راوستل سي.

د خراب امنیتي وضعیت په سبب افغانستان ته اخراجیدل ډیره شخړه ایزه موضوع ده او د بشر د حقوقو سازمانونو له خوا ورباندي سخت انتقادونه کیږي.

حشمت الله د ۲۰۱۷م کال د جون پر دریمه جرمني ته راغلی و او د همدغي میاشتي پر ۸ یې د پناه غوښتنه کړې وه. خو هغه په دې دلیل رد سوه چي د بلغاريا له لاري اروپايي ټولني ته راغلی او د دوبلین د مقرراتو پراساس یې مسؤلیت بلغاریا پرغاړه لري.

د حشمت الله د خپلو څرگندونو پر اساس هغه له خپل هیواد څخه په دې دلیل تښتیدلی او رامهاجر سوی وو، چي له بهرنيو ځواکونو سره په همکارۍ د اردو د یوه غړي په توگه د طالبانو او داعش له خوا تهدیدیدی.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم(14.09.2017)