په مهترلام کي د انتقال پر پروسې توغندي بريد سوی
۱۳۹۰ تیر ۲۸, سهشنبهد لومړيو رپوټونو له مخه د مرګ ژوبلو او يا نور تاوانونو په هکله تر اوسه څه نه دي ويل سوي. د فرانس پرس خبري آژانس يو خبريال چي د مراسمو په ځای کي ؤ وويل دوه توغندی د مراسمو پر بهير وتوغول سول خو هغه دوه کيلو متره ليري ولګيدل.
د لغمان ولايت مرکز مهترلام، تر باميانو وروسته دوهم ټاټوبی دی، چي نړيوال ځواکونه امنيتي مسووليت افغانانو ته سپاري. د توغندي بريد په اړه د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک آيساف له خوا سمدلاسه څه نه دي ويل سوي.
د کورنيو چارو وزارت چي په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي د مسووليت د انتقال له بهير څخه ستاينه کړي، د نوموړي توغندي بريد هيڅ کومه يادونه نه ده کړې.
په دغي پاڼه کي راغلي دي: «افغان امنيتي ځواکونو ته د مسوليتونو د ليږدولو په لړکي، نن د لغمان ولايت مرکز مهترلام کي ځانګړي مراسم نيول سوي ؤ.»
د ناتو تر مشرۍ لاندي، له نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک، ايساف، سره د يو پلان له مخي په لومړي سر کي يوازي په 7 سيمو کي د امنيتي مسوليتونو انتقال پروسه پلي کيږي.
دغه پروسه تر 2014 کال پوري به بشپړه سي او له دې نيټي وروسته په افغانستان کي نړيوال جنګي ماموريت پای ته رسيږي.
د کورنيو چارو د وزارت په خبرپاڼه کي زياته سوې، چي د مهترلام په مراسمو کي د انتقال د پروسي مشر اشرف غني، د کليو د پراختيا او بيا د رغوني وزير او کورنيو چارو د وزير مرستيال او يو شمير نور لوړ پوړي ولايتي او امنيتي چارواکو ګډون درلود.
د کورنيو چارو د وزير مرستيال عبدالرحمن رحمن د مسووليت د انتقال پروسه د افغانستان د خود کفايي له پاره يو مهم گام بللی.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل