1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي پوځ د مبارک په لاره روان دی

۱۳۹۰ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

د مطلق العنان رژيمونو پر ضد د عربي ولسونو د ديموکراسي د غورځنګ له پاڅون څخه شپږ مياشتي تيري شوي دي. په مصر کي د دغه غورځنګ مخکښان اوس د مبارک د رژيم د پاتي شوني پوځ له خوا د برچي په زور ټکول کيږي

https://p.dw.com/p/129g9
د قاهری د تحریر په میدان کی د دیموکراسی د غورحنګ فعالین
د قاهری د تحریر په میدان کی د دیموکراسی د غورحنګ فعالینانځور: picture alliance / dpa

د فبرورۍ د مياشتې په يولمسه نيټه د مصر وګړو د حسني مبارک نسکوریدل د پلازمينې قاهرې په کوڅو کې ولمانځه. په دوي کې ۱۹ کلن کمال هم چي خپل ځوان انقلاب کي يي ونډه درلوده ډير خوشبينه ؤ او ويل یي چې په مصر کي به اوس مدني ټولنې پياوړې شي.

خو اوس شپږ مياشتې وروسته يې ټوله خوشبينې له منځه تللې. د مبارک د استعفې وروسته په هيواد کې واک پوځيانو واخيست. اوس د ناهيلې خبره دا ده چې پوځي حکومت هم د اپوزيسيون د ويرولو په موخه د مبارک د رژيم له لارو چارو کار اخلي.

د جولايي د مياشتې ۲۳ د قاهرې د ښار په عباسيه سيمه کې پوځي حکومت سوله ايزه مظاهره د زور او د مظاهره کونکو په وهلو ټکولو سره منحله کړه چې له دي امله کابو ۳۰۰ تنه ټپيان شول.

محمد کمال چي د دغو پيښو عيني شاهد دي، وايي:

« ما په عباسيه کې وليدل چې د مبارک رژيم لا اوس هم برحال دي. داسې ښکاريدل چې پوځ له دغو بد معاشانو سره لاس يو کړې وي. دغو جنايت کارانو مونږ وهلو او ټکولو خو پوځ يې مخه نه نيوله. پوځيانو که غوښتي واي نو کولې يې شول چې د دوي د زور زياتيو مخه ونيسي.»

د مصر د ديموکراسي غورځنګ هغه وخت سخت ټکان وخوړ چي پوځ د جولاي په 23 « نهه شپيتمه اعلاميه» خپره کړه. په دغي اعلاميي کې جنرالانو د اپريل د شپږمې نيټي احتجاجي غورځنګ د هيواد د ډيموکراتيکي پروسې د پرمختګ او ګډوډولو لپاره ګرم ګڼلي دي.

په نوموړي احتجاجي غورځنګ کي هغو کسانو ګډون درلود چي د مصر د انقلاب په سر کي ولاړ ؤ او دغه انقلاب د هغوي له برکته د عمل جامه واغوسته.

د مصر د پوځي واکمني شورا يوه غړي، جنرال الروويني، په يوي تلويزوني وينا کي د حکومت پر مخالفينو لفظي ګذار وکړ. نوموړي وويل د بشري حقونو د مدافعې ټولنې او د اپريل د شپږمې فعالين د بهرني نړي ګوډاګيان دي او د دې لپاره ورته پيسې ورکړل کيږي چې په مصر کې ګډوډي رامنځته کړي.

«د دښمنانو ګوډاګيان او ګډووډي اچونکي» دا هغه اصطلاحات دي چې مصريان ورسره ډير ښه پيژندګلوي لري. دا ډول پروپاګند دوي د پخواني ولس مشر حسني مبارک په وخت کې هم ډير اوريدلي دي.

يوه ناپلوي سياست واله، بوتااينه کامل. وايي:

« د انقلاب په ورځو کې د تحرير په ميدان کې ما سره په شخصي خبرو اترو کې يو وارې جنرال اسماعيل عثمان وويل چې د ده له نظره د بشري حقونو ټولنې او انقلابيون خرڅ شوي ايجنټان دي. دا په هغه وخت کي د پوځ د يوه استازي نظر ؤ او اوس جنرال الروويني په خپلو يادونو سره د دي خبري پخلي وکړ.»

د اپوزيسيون غړي وايي چې پوځي حکومت اوس خپله اصلي څيره وښودله. يو مشهور مصري سياست پوه حسن نافا وايي:

« د انقلاب ضد ځواکونه اوس هم موجود دي. مونږ بايد پر دوي هم لاس برتوب پيدا کړو. د دې سربيره مونږ لا اوس هم د پوځيانو په ارادو خبر نه يو. زه دا ويره نه لرم چې پوځ غواړي واک په خپل اختيار کي وساتي. خو دا ويره ضرور لرم ، کوم سيستم چي پوځ د هغه د ټينګولو اراده لري، هغه به نه وي چي مونږ يې هيله درلوده.»

يورګن سترياک/ بريښنا صابر

کتونکي: عبدالباري حکيم